پر غزې تړانګې د اسراییلو هوایي بریدونو دوام؛ د قربانیانو شمېر تر ۴۴۳ تنو واوښت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ پر غزه تړانګه د بریدونو په دویمه ورځ، نن سهار (چهارشنبه، کب ۲۹مه) د خان یونس لوېدیځ، رفح او د بېځایه شویو اړوند سیمې په نښه کړې، چې له امله یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو ژوند بایلود.

د الجزیزې له لوري د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د اسراییلي ځواکونو بریدونو دویمې څپې په لومړۍ ورځ، څه د پاسه ۴۲۹ کسانو ژوند بایلود او تر پنځه سوه زیات ټپیان شول، چې په دې سره د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۴۴۳ کسانو ته رسېدلی دی.

حماس غورځنګ وايي، بنیامین نتانیاهو د دې بریدونو د پایلو مسوول دی.

د سه‌شنبې په ورځ، اسراییلو ځواکونو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو خپل بریدونه له سره پیل کړل

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر غزې له هوایي بریدونو یوه ورځ وروسته، په رسمي توګه اعلان وکړ، چې دا بریدونه یې د حماس غورځنګ ځپلو په موخه په پوره ځواک سره پیل کړي دي.

د نتانیاهو په خبره: «وروسته له دې به مذاکرات د بریدونو تر سیوري لاندې ادامه ولري او دا یې پیل دی.»

بلخوا، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییلو پوځ په غزه کې د پراخو عملیاتو پلان لري.

د دې راپور له مخې، ښایي اسراییلي پوځ په ټول توان سره د غزې بېلابېلې سیمې په نښه او په دې تړانګه کې نیول شوې سیمې وساتي.

د وال سټریټ ژورنال راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې اسراییلیان په غزه کې د جګړې له بیا پیل ملاتړ نه کوي او د دغه هېواد ډېری خلک په دې باور دي، چې د یرغمل شویو د خلاصون یوازینۍ لار د خبرو اترو بیا پیلېدل دي.

له دې سره همهاله، حماس غورځنګ د اسراییلو هوایي بریدونو د بیا پیل په غبرګون کې، د غزې له خلکو سره د خواخوږۍ او غندنې په موخه د اسلامي امت د پیوستون غوښتنه کړې ده. یاد غورځنګ زیاته کړې چې د دغو بریدونو پر وړاندې به مقاومت وکړي.

له دې ورها خوا، پر غزه تړانګه د اسراییلو د بریدونو بیا پیل، پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

د برېټانیا حکومت له دواړو لورو غوښتي، چې اوربند ته ژمن پاتې شي او د شخړو پایته رسولو په موخه د مذاکرې مېز ته را وګرځي.

د ایرلنډ لومړي وزیر د اسراییلو هوایي بریدونو پر غندلو سربېره، ټینګار کړی، چې دواړه لروي باید د اوربند هوکړې ته درناوی وکړي، یرغمل شوي خوشي کړي او مذاکراتو ته را وګرځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم دا بریدونه غندلي او په سمدستي توګه یې د جګړې د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.

عربي هېوادونو او د اروپايي ټولنې چارواکو هم د اسراییلو بریدونه یو ناورین بللی او د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو او حماس غورځنګ ترمنځ له درې میاشتني اوربند وروسته، اسراییلو د اوربند د لومړي پړاو له پایته رسېدو سره سم، پرته له دې چې د اوربند دویم پړاو ته لاړ شي، د شپږو اونیو لپاره یې د لومړي پړاو د تمدیدېدو غوښتنه وکړه، چې دا غوښتنه د حماس غورځنګ له لوري په کلکه رد او په دې تړاو د منځګړو هېوادونو هڅې هم ناکامې شوې. بالاخره د روانې اونۍ (سه‌شنبه، کب ۲۸مه) اسراییلي ځواکونو پر غزه تړانګه هوایي بریدونه پیل کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد