ټرمپ: د درېیمو هېوادونو پرمخ به د امریکا د کډوالۍ دروازه د تل لپاره وتړل شي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: سپینې ماڼۍ ته څېرمه د یوه ۲۹ کلن افغان له لوري د امریکا ملي ګارډ پر دوو سرتېرو له ډزو وروسته، دغه اقدام پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې د ملي ګارډ سرتېرې سارا بکسټروم چې د چهارشنبې په ورځ په «واشنګټن ډي‌سي» کې په ډزو وویشتل شوه، ژوند بایللی دی. ټرمپ وویل چې د ملي ګارډ بل سرتېري روغتیایي وضعیت هم نازک او په خبره یې، د بریدګر روغتیایي وضعیت هم بحراني دی.

د امریکا ولسمشر په دې غونډه کې ویلي، سره له دې چې ډېری افغانان په قانوني توګه امریکا کې اوسي، خو په خبره یې،  د دوی دوسیې په سمه توګه نه دي ارزول شوې او یو ځل بیا یې د ټولو افغانانو د دوسیو پر بیا ارزونه ټینګار وکړ. ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړه: «سارا بکسټروم، د لوېدیځ ورجینیا د ملي ګارډ غړې، چې پرون په واشنګټن ډي‌سي کې په وحشیانه ډول پرې برید وشو، همدا اوس یې د مرګ خبر را ورسېد. تورن یو افغان دی چې د پخواني حکومت له‌خوا زموږ هېواد ته انتقال شوی و. زموږ د ملي امنیت تر ټولو لوی لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو، څو په هغو کسانو بشپړ کنټرول ولرو چې زموږ هېواد ته داخلېږي او دلته پاتې کېږي. په ډېری مواردو کې، موږ هغوی نه غواړو.»

د امریکا ولسمشر همداراز پر خپله ټولنیزه (تروت سوشال) شبکه کې لیکلي، چې هوډ لري متحده ایالتونو ته له درېیمې نړۍ د راتلونکو کډوالو بهیر د تل لپاره ودروي. ټرمپ د خبرداري په بڼه وویل: «زه به له درېیمو هېوادونو کډوالي په بشپړ ډول بنده کړم؛ څو د امریکا په سیستم کې په پوره ښه‌والی راشي. د بایډن واکمنۍ پرمهال به د میلیونونو کسانو د ننه کېدو ته د پای ټکی کېږدم، کډوالۍ په متحده ایالتونو کې اقتصادي او ټولنیز شرایط محدود کړي دي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې جرم فردي عمل دی او په خبره یې، دا ډول پېښې په ټولو افغانانو پورې تړل د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو اصولو او پرنسیپونو خلاف ګام دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا پر ملي ګارډ ځواکونو بریدګر د روان میلادي کال په لړ کې د امریکا تابعت ترلاسه کړی او په ۲۰۲۱ کال کې د «د متحدینو ښه راغلاست» پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته لېږدول شوی دی. تر اوسه مسوولو چارواکو د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *