آفاق خبري آژانس؛ کابل: په غزه کې د اوربند له ټینګښت دوې اونۍ تیریږي؛ د غزې ډله ډله اوسېدونکي خپلو مېنو او کورونو ته ستنېږي، په دې سیمه کې د کورونو او کوڅو له ویجاړیو پرته، بل څه نه تر سترګو کېږي. د دې سیمې اوسېدونکي د هر ګام په اوچتولو سره، هغه یادونه را تازه کوي، چې د اسراییلي رژیم د بمباریو له امله تر خاورو لاندې شوې دي، خو په دې ویجاړیو کې لا هم هیلې د ځینو کورنیو هیلې ټوکېدلې او په دې باور دي چې سوله او ټیکاو به بیا دې سیمې ته را وګرځي او کورونه به یې له سره ورغول شي.
د حماس غورځنګ د خبرتیا له مخې، په دې موده کې اسراییلي ځواکونو څو ځلي له اوربنده سرغړونه کړې او د دغه رژیم په بریدونو کې تر سلو زیاتو فلسطینیانو ژوند بایللی دی. د امریکا ولسمشر آسیا ته د خپل سفر پر مهال په جاپان کې، د اسراییلي رژیم له لوري غزه کې له اوربنده د سرغړونې دفاع وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «موږ د اسراییل وروستی برید پر غزې له اوربنده سرغړونه نه ګڼو. اسراییل د ځان د دفاع حق لري. موږ غواړو چې حماس د اوربند د تړون له مخې د جسدونو بیرته سپارل چټک کړي.»
د اسرییلي یرغمل شویو جسدونو سپارل او د حماس غورځنګ بې وسلې کول د غزې د سولې په تړون کې، دوه د بحث وړ موضوعات دي. په داسې حال کې ټرمپ او اسراییل د یرغملو جسدونو په بیرته سپارلو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کوي، چې حماس غورځنګ د یرغمل شویو یو جسد سره صلیب ته سپارلی او سره صلیب اسراییلي ځواکونو ته تسلیم کړی دی. اسراییل ویلي چې دا جسد د پېژندنې لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی او د پېژندنې بهیر به دوه ورځې وخت ونیسي.
بل لور ته د حماس غورځنګ یوه چارواکي ویلي، یو شمېر یرغمل شوي چې د دغه غورځنګ د غړو له لوري د اسراییلي رژیم په بریدونو کې تر وژل کېدو وروسته، خاورو ته سپارل شوي، هغه کسان هم د اسراییلي رژیم په بریدونو کې په نښه شوي او له همدې امله د یرغمل شویو جسدونو د موندلو بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د حماس غورځنګ لوړپوړی غړي خلیلالحیه په دې اړه زیاته کړې: «وسلې به د فلسطیني دولت له جوړیدو وروسته وسپارل شی. موږ د یرغمل شویو د جسدونو په لټون کې له ستونزو سره مخ یو. موږ شپه او ورځ د پاتې جسدونو په لټه کې یو، خو ځینې هغه کسان چې د یرغملو مړي یې خښ کړي وو د جګړې په ترڅ کې وژل شوي او له همدې امله دا بهیر له ستونزو سره مخ دی.»
د اسراییل وسلهوال پوځ لوی درستیز بیا ګواښ کړی، چې د حماس پر وړاندې جګړه تر هغوی پایته نه رسېږي، څو چې یې د ټولو یرغمل شویو جسدونه نه وي ورسپارلي.
