فلسطین کې د دوو دولتونو پر جوړېدو د ولادیمیر پوتین ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې اسراییلي رژیم د غزې په جګړه کې خپلې موخې ترلاسه نه کړې، ډونالډ ټرمپ د روان لمریز کال د تلې میاشتې په پیل کې د اوربند شل ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړه. ورپسې اسراییل او حماس د همدې میاشتې په شپاړسمه نېټه دغه طرحه لاسلیک کړه او د «غزې د سولې هوکړه» د تلې میاشتې په یوویشتمه د شلو هېوادونو په حضور کې د مصر په شرم‌الشیخ کې وروستۍ شوه. سره له دې چې د دې هوکړې د ماتېدو په اړه اندېښنې موجودې وې، خو لا تر اوسه دوام لري او حماس غورځنګ ویلي، چې تر اوسه په ټولو ژمنو ولاړ دی.

که څه هم د هوکړې لومړی پړاو ماتېدونکی دی، خو اکسیوس د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ټرمپ هوډ لري د کریسمس له رسېدو مخکې، غزه کې د خپلې طرحې دویم پړاو عملي کړي. د دې هوکړې په دویم پړاو کې د غزې تړانګه له ځینو مهمو برخو د اسراییلي ځواکونو وتل، د نړۍوالو سوله‌ساتو ځواکونو ځای پر ځای کول او په دې سیمه کې د یوه نوي حکومتي جوړښت رامنځته کېدل شامل دي. تمه ده د ټرمپ په مشرۍ د سولې شورا د دې حکومتي جوړښت مسوولیت پر غاړه واخلي.

په همدې حال، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې هندۍ رسنۍ سره خبرو کې د غزې مسئله پېچلې بللې او ټینګار یې کړی، چې حکومت باید فلسطینیانو ته وسپارل شي. ښاغلي پوتین په دې اړه زیاته کړې: «فلسطین یوه پېچلې مسئله ده او نشو کولی هغه د څو میاشتو په موده کې د یوه بټن په کېکاږلو سره حل کړو.»

اخوا بیا د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږد په برخه کې د اسراییلي رژیم له لوري د خنډونو پر جوړولو نیوکه کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي، چې شوې هوکړې ته درناوی وکړي. د سټفان دوجاریک په خبره: «غزه کې انساني وضعیت بحراني دی، د بشري مرستو په برخه کې هر راز ځنډ او ځنډ به، د ملکي خلکو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري. نړۍواله ټولنه تمه لري، چې د بشري مرستو پر وړاندې پراته خنډونه له مخې پورته شي.»

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د اسراییلي رژیم له لوري په پرله‌پسې توګه د اوربند پر ماتولو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د اوربند له پیل راهیسې تر دې دمه، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې ۳۶۶ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۹۳۸ نور ټپیان شوي، چې په ټوله کې د غزې قربانیانو شمېر څه باندې ۷۱ زره تنو ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *