آفاق خبري آژانس؛ کابل: غزه؛ د کورچنۍ اراضۍ په لرلو سره یې، دوه کاله د اسراییلي رژیم د بمباریو او ځمکنیو بریدونو پر وړاندې دوام راوړ. له میاشتو میاشتو وینې تویېدو وروسته، کابو یوه میاشت وړاندې د امریکا په ګډون د نړۍ شاوخوا شلو هېوادونو مشرانو په منځګړیتوب د مصر په ساحلي شار شرمالشیخ کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه؛ هغه هوکړه چې تمه وه په دې تړانګه کې د جګړې لمبې مړې کړي، خو هغه سوله چې د غزې خلکو یې تمه درلوده، دوام ونه کړ او اسراییلي رژیم په ځلونو د اوربند په نقضولو سره، بېرته بریدونه پیل کړل. د غزې تړانګې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، اسراییلي رژیم یوازې په ورستیو څو اونیو کې د هوکړې بندونه یو په بل پسې نقض کړي او د دې سیمې پر ځینو برخو یې هوایي بریدونه کړي دي. د دوی په خبره، د اسراییلي رژیم د وروستیو بریدونو له امله د قربانیانو شمېر له ۶۹ زره کسانو اوښتی دی.
د غزې عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د قربانیانو شمېر معلومولو او د ځینو جسدونو له موندلو وروسته، په دې تړانګه کې د ټولو قربانیانو شمېر ۶۹ زره او ۱۶۹ کسانو ته رسېدلی دی. د اوربند له هوکړې وروسته، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې څه باندې ۲۴۰ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.»
په همدې حال، د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي د اسراییلي رژیم له لوري په پرله پسې توګه د وربند نقضولو او پر شویو ژمنو د نه عمل مخینې ته په کتو، باور نه لري چې اوربند دې دوام وکړي. د دوی په خبره، نتانیاهو وخت ناوخت پلمې جوړوي او په ښکاره توګه له اوربند سرغړونه کوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی ویس ناصري بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له بده مرغه دا اوربند د نتنیاهو او د هغه د جنايتکار حکومت د ژغورلو لپاره دی، څو د جنګي جرمونو او د فلسطین د ولس د وژنې له تورونو ځان خلاص کړي. دا اوربند د دې جنايتونو د پای ټکی دی، خو دا تړون ډېر نازک او لنډمهاله دی، نه به دوام وکړي او نه به عملي شي.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی نجیبالرحمان شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د اسراییل او حماس د اوربند تړون له لومړیو ورځو راهیسې ماتېدونکی و او اسراییل دغه تړون ته هېڅ ډول ژمنتیا نه لري. د نړۍ هېوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان باید فشار راوړي چې اسراییل پر غزه خپل بریدونه ودروي او نور دا اوربند مات نه کړي.»
د غزې د سولې په هوکړه کې د بحث وړ یوه مسئله د اسراییلي یرغمل شویو د جسدونو سپارل دي؛ هغه مسئله چې له امله یې وخت ناوخته حماس غورځنګ پر کمکارۍ تورن شوی دی. په همدې حال حماس غورځنګ اعلان کړی، چې د یرغمل شویو د جسدونو موندل وخت نیسي او هڅه کوي، چې د دغو کسانو جسدونه پیدا کړي.
له دې سره هممهاله د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هوکړې په چوکاټ کې پرون د یوه بل اسراییلي یرغمل شوي جسد هم سپارلی دی؛ هغه ګام چې د شنونکو په باور، کېدای شي د سولې هوکړې د اجرایي کېدو د دوام نښه وي.
