د ټرمپ او ممداني لیدنه؛ ټرمپ ویلي د ممداني لیدنه خوندوره وه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپله لومړۍ رسمي او ناڅاپي لیدنه کې، د لومړي ځل لپاره د نیویارک له ټاکل شوي مسلمان ښاروال او خپل  سر سخته منتقد سره لیدنه وکړه.

ټرمپ، چې تر دې وړاندې  یې ممداني یو لیونی او کمونیست بللی وو، دا ځل یې په بشپړ بدله لهجه هغه ډير منطقي سړی یاد کړ.

د امریکا ولسمشر وویل، له ممداني سره له خبرو اترو حیران شوی او له لیدنې یې خوند اخیستی دی.

ممداني، چې د غزې په اړه د ټرمپ د پالیسیو پر وړاندې د خپلو قوي دریځونو له امله پیژندل کیږي، د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې یې ژمنه کړې وه که نوموړی په ​​نیویارک کې ټاکنې وګټي، نو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به دغه ښار ته له رسیدو سره سم ونیسي؛ هغه دریځ چې په کور دننه او بهر یې د خلکو پام ځان ته را واړاوه.

په ورته مهال، ټرمپ له لیدنې وروسته ټینګار وکړ چې د دوی ترمنځ د نتانیاهو د نیولو یا نه نیولو په اړه هیڅ بحث نه دی شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:«موږ په نیویارک کې د کډوالۍ د قانون پلي کېدو او په ښار باندې یې د اغیزې په اړه بحث وکړ. زه له ممداني سره له لیدنې حیران او خوشحاله یم، موږ ممکن په کړنلارو کې اختلاف ولرو، خو په موخه کې موافق یو. ما له ممداني سره په لیدنه کې نیویارک ښار ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سفر او دا چې هغه به ونیسي که نه بحث نه دی کړی.»

ټرمپ دغه راز له ممداني سره په خبري غونډه کې د رسنیو د هجوم په اړه هم حیرانیتا څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:«په دې دفتر کې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډیری پیاوړي مشران زموږ لیدو ته راغلي دي، خو دا زما لپاره د حیرانتیا خبره ده چې رسنۍ نن له ممداني سره زما د غونډې په پوښښ کې دومره تیری کوونکې دي چې ډیری خبریالان له دې څخه بې برخې شوي دي.»

ټرمپ خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د غزې مسله یاده کړه او ویل چې د حماس د بې وسلې کولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي، هغه اقدام چې د حماس له سخت غبرګون سره مخ دی.

بل لور ته، ممداني چې تر دې وړاندې ویلي وو، ښاروال کېدل به یې د ټرمپ لپاره یو خوب وي، له نوې څیرې سره د ټرمپ تر څنګ ودریدل او په دې اړه یې یو ځل بیا د غزې د اوسېدونکو په اړه دریځ باندې ټینګار وکړ او وویل چې د امریکا بودجه باید غزه کې د نسل وژنې پر ځای د دغه هېواد د وګړو پر هوساینې ولګول شي.

د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني وايي:«ما د امریکا له بودجې سره د اسراییل د نسل وژنې په اړه خبرې وکړې او زه د ولسمشر له دې نظر سره موافق یم چې زموږ بودجه زموږ د خلکو خدمت ته ځانګړې کړي. ما ولسمشر ته د ډیری نیویارکیانو اندیښنې او د دوی د خپلو ګټو لپاره د مالیه ورکوونکو د لیوالتیا په اړه ویلي دي.»

۳۴ کلن سوسیالیست زهران ممدانی د دموکرات ګوند د کیڼ اړخو په ملاتړ د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې وګټلې.

ټرمپ تر دې وړاندې ممداني د یهودانو ضد بللی وو او ویلي یې وو هر یهودی چې هغه ته رایه ورکړي احمق دی او دا یې هم ویلی وو که ممداني د نیویارک ټاکنې وګټي د یاد ښار بودجه به پرې یا کمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *