د نیویارک ښاروالۍ ټاکنې؛ لومړنی مسلمان زهران ممداني د ټاکنو ګټونکی شو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۳۴ کلن دموکرات سیاستوال زهران ممداني د بریا پر سر له مخالفتونو سره سره، نوموړی د امریکا د تر ټولو لوی ښار نیویارک ښاروال وټاکل شو.

په تیرو څو میاشتو کې د ممداني ټاکنیزې سیالۍ له غبرګونونو سره مخ وې او په امریکا کې یې زیاته غوغا راپورته کړې ده.

ممداني چې له پلار او مور څخه هندی دی د اوګاندا په کامپالا ښار کې زیږیدیلی او په ۷ کلنۍ کې امریکا ته کډوال شوی دی، نوموړی په دې سیالۍ کې ۶۷ کلن پخواني دموکرات ښاروال اندرو کومو ته ماتې ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې له رایې اچونې څو ساعته مخکې ګواښ کړی وو چې د زهران ممداني د بریا په صورت کې به نوموړی د نیویارک فدرال بودجه کمه کړي.

ټرمپ دغه راز د نیویارک له یهودیانو غوښتي وو چې د ښاروالۍ ټاکنو دموکرات نوماند زهران ممداني ته دې رایه نه ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: « هر یهودی چچې زهران ممداني ته رایه ورکړي، یو احمق دی؛ ځکه چې هغه د یهودو ضد او ځان غوښتی شخص ثابت شوی. د هغه د بریا په صورت کې به دا ښار لږ فدرالي بودجه ترلاسه کړي. هغه یو کمونیست دی او دا ښار چې یو وخت ځانګړی وو، د یو کمونیست په مشرۍ کې د بریالیتوب یا حتا ژوندي پاتې کېدو هیڅ چانس نه لري.»

ممداني په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې ویلي وو چې په امریکا کې یې د اقتصادي عدالت لپاره سیاست او مبارزه کې له امام حسین څخه الهام اخیستی او له دې سره هم مهال د جنسي او جنسیتي لږکیو سخت ملاتړی دی.

ممداني د خپلې بریا په وینا کې ولسمشر ټرمپ وننګاوه.

د نیویارک ښاروال زهران ممداني بیا وایي:« نیویارک به د کډوالو ښار پاتې شي، یو ښار چې د کډوالو له لوري جوړ شوی، د کډوالو له خوا ځواکمن شوی او له نن شپې څخه به د یو کډوال له خوا رهبري کیږي. نو، ولسمشر ټرمپ، زما خبره واورئ کله چې زه دا وایم: د هر یو د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید له موږ ټولو څخه تیر شئ.»

ممداني له دې بریا سره په تیرو ۱۰۰ کلونو کې د نیویارک تر ټولو ځوان او د یاد ښار د ښاروالۍ په ۳۶۰ کلونو تاریخ کې لومړنی مسلمان ښاروال دی.

نوموړی یو د فلسطین له ملاتړو څخه دی او تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د بریا په صورت کې که د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دغه ښار ته راشي وبه یې نیسي.

د زهران ممداني له بریا سره د ډونالډ ټرمپ ګواښونه لا هم پر خپل ځای دی.

ولیدل شي چې د نیویارک ښار د فدرال بودجې د کمولو یا پرې کولو لپاره به د ټرمپ احتمالي اقدام څه پایله ولري او د دې بودجې د پرې کېدو په صورت کې به څه پایلې او غبرګونونه رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *