د غزې په اړه د ټرمپ له پریکړه لیک سره د روسیې او چین مخالفت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له هغه وروسته چې په غزه کې د ټرمپ د سولې طرحه له بن‌بست سره مخ شوه، امریکا تیره اونۍ د یادې تړانګې د سولې د ټینګښت په تړاو د ملګروملتونو امنیت شورا ه خپل پریکړه لیک وړاندې کړ.

امریکا او د سعودي عربستان، قطر او مصر په ګډون ځینې عربي هېوادونو د جمعې په ورځ د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه د غزې په اړه د ټرمپ له پریکړه لیکه ملاتړ وکړ.

دغه راز امریکا، قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اندونیزیا، پاکستان، اردن او ترکیې په یوه ګډه بیانیه کې د امنیت شورا له پریکړه لیکه چې د ارزونې په حال کې دی ملاتړ اعلان کړ.

 د یادو هېوادونو له لوري د خپرې شوې ګډې بیانیې په یوه برخه کې راغلي:« موږ ټینګار کوو چې د ټرمپ وړاندیز شوی پلان یوه صادقانه هڅه ده او نه یوازې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ، بلکې د ټولې سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره د کار وړ لاره برابروي.»

خوا دا پریکړه لیک لا هم نه دی توانېدلی د روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

په امنیت شورا کې منتقدین وایي، دا طرحه د فلسطیني هېواد د جوړېدو لپاره هیڅ روښانه لار نقشه نه وړاندې کوي او دغه راز د سولې پلاوي په نوم بنسټ یادونه کوي چې ټاکل شوې په غزه کې انتقالي حاکمیت ترلاسه کړي، خو د انتخاب، واکونو او یا جوړیدو د بڼې په تړاو یې هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا ابهامات دمګړۍ د واشنګټن له طرحې سره د مخالفتونو پر مهمو دلایلو بدل شوي.

روسیې د ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر وړاندې ملګروملتونو ته یو بل پریکړه لیک وړاندې کړی او د ملګروملتونو له عمومي سرمنشي یې غوښتي چې د غزې د ټیکاو لپاره د نړیوالو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره انتخابونه وړاندې کړي.

د نړیوالو چارو ځینې شنونکي په امنیت شورا کې د امریکا وړاندیز شوي پریکړه لیک او د ټرمپ د سولې طرحې ته د شک په سترګه ګوري او باور لري چې اسرایل د لویدیځ هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا په ملاتړ د خپلې خاورې د پراختیا په لټه کې دی.

د دوی باور د غزې پر دوو برخو ویشلو امکان هم د سیمې د جغرافیایي او سیاسي جوړښت د بدلولو لپاره د دې لوی پلان یوه برخه ده.

د نړیوالو چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «»

فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا وړاندیز شوې طرحه په غزه کې یوه دوه کلنه انتقالي دوره ده.

د مصر، اسراییل او نویو روزل شویو فلسطیني پولیسو په مرسته د غزې د ملکي سیمو او پولو د امنیت ټینګښت لپاره د نړیوالو ځواکونو لنډ مهاله ځای پر ځای کېدل د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې له نورو یادو شویو مواردو څخه دي.

په داسې یوه چاپیریال کې، د ټرمپ د سولې پلان پیچلتیاوو او د هغه له بیلایلو اړخونو سره د امنیت شورا د غړو مخالفت ته په پام، په غزه کې د سولې د ترلاسه کولو امکان تر بل هر وخت ډیر لرې ښکاري.

دا لړۍ په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د فلسطینیانو هیلې هم له منځه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *