د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه برخلیک ټاکونکې غونډه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د غزې د اوربند له تړونه څه باندې دوه میاشتې تېرې شوې دي، هغه ماتېدونکی اوربند چې حماس یې په ځلونو اسراییل په سرغړونې تورن کړی دی.

د حماس غورځنګ اعلان کړی، اسراییل له پیل راهیسې ۸۱۳ ځله اوربند مات کړی چې له امله یې ټولټال ۴۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماس غورځنګ یو مشر غازی حمد وايي:«د اسراییل رژیم د اوربند د تړون له متن سره لوبې کړې او د تړون هیڅ ماده یې له لاس وهنې پرته نه ده پرېښې. منځګړو په څرګنده توګه ویلي چې حماس یو ځل هم له تړون څخه سرغړونه نه ده کړې او په بشپړ ډول یې د هغې احکامو ته غاړه ایښې ده. د اسراییل له لوري د سرغړونو تکرار ښیي چې دا کړنې “د رژیم د کابینې د پریکړې له مخې پلان شوې” ترسره کیږي.»

په داسې حال کې چې اسراییل له اوربند سرغړونه کوي، اسراییلي رسنیو د لومړي وزیر په دفتر کې د یوې غونډې راپور ورکړی، چې تمرکز به یې دا وي چې پریکړه وشي ایا د غزې لپاره د امریکا د سولې طرحه دویم پړاو ته ولاړه شي که جګړه بیا پیل شي.

دا غونډه د نتانیاهو د امریکا د سفر او له ټرمپ سره د لیدنې په درشل کې ترسره کیږي؛ هغه سفر چې د اسراییلي رسنیو په وینا، واشنګټن په اسراییل باندې د اوربند دویم پړاو ته د ننوتلو لپاره زیات فشار راوړي.

د سیاسي چارو ځينې شنونکي اسراییل په غزه کې د اوربند په پرله پسې سرغړونې تورنوي او وایي چې یاد رژیم له هوکړې وروسته اوربند له کوم دلیل پرته په ځلونو نقض کړی او دویم پړاو ته تلل یې سخت کړي دي.

دوی وایي چې منځګړي هېوادونه باید له اسراییل څخه اجرايوي ضمانتونه واخلي څو د اوربند دویم پړاو ته تلل د لومړي هغه په څیر نقض نه شي.

د غزې د اوربند دویم پړاو کې په غزه کې د نړیوالو ځواکونو ځای پرځای کول، له سیمې د اسراییلي ځواکونو وتل او د حماس غورځنګ بې وسلې کول شامل دي.

ټرمپ ادعا کړې وه چې لسګونه هیوادونو د غزې لپاره د نومړي په طرحه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

اسراییلي ورځپاڼې هیوم لیکلي چې د نړۍ ډیری هیوادونه غزې ته د سرتیرو د لیږلو لپاره د ټرمپ له طرحې سره یو ځای کیدو ته چمتو نه دي او په دې برخه کې یوازې اندونیزیا او ایټالیا له شرایطو سره مل چمتووالی اعلان کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *