آفاق خبري آژانس؛ کابل: غزه کې له دوه کلنې خونړۍ جګړې او د اسراییلي رژیم له لوري تر پراخو ویجاړیو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې حماس غورځنګ او اسراییل د دوی له لوري چمتو شوې ۲۰ مادهییزې سولې طرحې د لومړي پړاو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټرمپ پر خپله سوشال تروت شبکه لیکلي، چې د دې هوکړې له مخې به، حماس غورځنګ ټول یرغمل شوي خوشي کړي او اسراییلي ځواکونه به د هوکړې پر بنسټ شاتګ وکړي. د امریکا ولسمشر همداراز په دې برخه کې د منځګړو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکیې، قطر او مصر له هڅو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې ټول اړخونه باید په عادلانه توګه چلند وکړي.
د امریکا ولسمشر پر سوشال تروت زیاته کړې: «په ډېر ویاړ سره غواړم اعلان کړم، چې اسراییل او حماس غورځنګ زموږ د سولې طرحې د لومړي پړاو پر سر هوکړه وکړه. دا په دې مانا ده، چې ټول یرغمل شوي به ډېر ژر آزاد او اسراییلي ځواکونه به د هوکړې له مخې شاتګ وکړي.»
په ورته وخت کې حماس غورځنګ اسراییل سره د هوکړې تر اعلان وروسته، له ټولو منځګړو، په ځانګړي ډول مصر، قطر، ترکیې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مننه کړې ده. حماس په یوه اعلامیه کې له منځګړو هېوادونو غوښتي، څو اسراییلي رژیم دې ته اړ کړي، چې د شوې هوکړې ټولې برخې په بشپړ ډول عملي کړي.
د حماس غورځنګ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ د منځګړو هېوادونو، په ځانګړي ډول قطر، ترکیې او مصر د رول ستاینه کوو او همداراز د جګړې درېدو په برخه کې د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هڅو هم هرکلی کوو.»
له دې سره هممهاله، د اسراییلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ډونالډ ټرمپ له لوري د هوکړې له اعلان وروسته، ویلي چې ټول یرغمل شوي به له غزې بېرته خپلو کورونه ته را ولېږدوي. هغه همداراز زیاته کړې، چې نن پنجشبنه به حماس سره د هوکړې تصویب او یرغمل شویو را ګرځولو په پار جلسه ونیسي.
د اسراییل لومړی وزیر زیاته کړې: «د پنجشبنې په ورځ به حماس سره د هوکړې تصویب په موخه او همداراز له غزې خپلو کورونو ته د یرغمل شویو د بېرته را ګرځولو په پار جلسه را وبولم.»
د اسراییل او حماس ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، د غزې اوسېدونکي واټونو ته را ووتل او په نڅا او خوشحالۍ یې له دې هوکړې هرکلی وکړ. همداراز اسراییل کې هم خلک، په ځانګړي ډول د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړي واټونو ته را ووتل او حماس سره یې هوکړې ته د رسېدو په پار جشنونه ونیول.
