د جګړې له ډګره د تېښتې ناکامه هڅه؛ آیا امریکا د اوکراین له جګړې پښې اېستلی شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده ټمي بروس وایي، چې متحده ایالتونه به له دې وروسته د اوکراین او روسیې ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب ونه کړي. آغلې بروس یوې واشنګټن کې یوې خبري ناستې زیاته کړې، چې د کی‌یف او مسکو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ نه له امله، واشنګټن د دوی پر وړاندې خپل لیدلوی بدل کړی او وروسته له دې به د مذاکراتو منځګړیتوب ونه کړي.

د ټمي بروس له دې څرګندونو وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس او بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوکراین جګړې د پای‌ته رسېدو په اړه شک څرګند کړی و. د امریکا مرستیال ولسمشر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «دا جګړه به ژر پای‌ته ونه رسېږي. زما به اند د اوکراین خلک له دې امله، چې یرغل ورباندې شوی، په غوسه دي؛ خو آیا د څو مایله خاورې بېرته ترلاسه کولو په پار باید زرګونه سرتېري ژوند له لاسه ورکړي؟»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم اوکراین سره د کانونو د استخراج له هوکړې یوه ورځ وروسته، فاکس نیوز سره په مرکه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې هوکړې په اړه شک څرکند کړی دی. هغه په دې مرکه کې زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې اوکراین دا مهال چېرته دی او روسیه چېرته ده، دوی یو بل ته نږدې دي، خو لا هم له یو بل لرې ښکاري.»

امریکا داسې مهال د اوکراین او روسیې ترمنځ د مذاکراتو له منځګړیتوبه وځي، چې د تېرې اونۍ (چهارشنبه، غویي ۱۰مه) واشنګټن او کی‌یف د اقتصادي همکاریو او د اوکراین له کانونو د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا تړون د امریکا مالیې وزیر اسکات بنسټ او د اوکراین لومړي وزیر مرستیال یولیا سویریدنکو ترمنځ واشنګټن کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې امریکا د اوکراین کانونه استخراج او د دغه هېواد د بیارغونې لپاره به د پانګونې ګډ صندوق جوړ کړي. واشنګټن او کی‌یف دا تړون د تېرې اونۍ (شنبه، غویي ۶مه) د اېټالیا پلازمېنه روم کې د ټرمپ او زلنسکي له لنډې لیدنې وروسته لاسلیک کړ. ټرمپ هغه مهال له زلنسکي سره تر لیدنې څو شېبې وروسته پر سوشیال ټروټ ټولنیزه شبکه روسیه د بنډیزونو پر لګولو وګواښله او زیاته کړې یې وه: «داسې ښکاري، چې هغه (پوتین) نه غواړي جګړه ودروي.»

پوښتنه دا ده چې واشنګټن ولې د مسکو او کی‌یف له منځګړیتوبه لاس په سر شو؛ پر مسکو فشار که خپلې ګټې؟

لکه څنګه چې د آفاق په مخکنیو تحلیلونو کې هم ورته اشاره شوې، امریکایي واکمنانو د خپل تاریخ په اوږدو کې، هېڅکله هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له هېڅ لوري سره هم تر آخره متحد نه دي پاتې شوي. امریکایانو ته نه د خپل متحد ګټې ارزښت لري او نه هم په نړۍ کې د بشر تر نامه لاندې تش په نامه حقوق. دوی تل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو ګټو په لټه کې دي او هر کله یې چې ګټې له ګواښ سره مخ شي، بیا نه دوه اړخیزې سټراټيژیکې هوکړې ورته ارزښت لري او نه هم پر کړیو ژمنو ولاړ دي. ټرمپ چې تر ډېره یې بهرنۍ پالیسې د جګړې پر ځای اقتصاد محوره کړې، ټوله هڅه یې دا ده، چې څنګه کولی شي د امریکا اقتصاد ته لا وده ورکړي او له همدې امله یې اوکراین سره د کمیابه کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

دویمه مسله دا چې امریکا د تېرو نږدې درې‌نیمو کلونو پر مهال د جګړې په ډګر کې د اوکراین هر اړخیز ملاتړ وکړ، خو ونه توانېدل چې روسیې ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي، بلکې برعکس مسکو هره ورځ د اوکراین په خاوره کې پرمختګ کوي. ښایي امریکا له دې امله د مذاکراتو له منځکړیتوب وتلې وي، چې پر مسکو فشار راوړي، خو د دوی دا معادله ناسمه ده او د ګټې پر ځای به یې واشنګټن ته زیان لا زیات وي. که روسیه له اوکراین سره د سولې هوکړې ته ونه رسېږي، دا نا ممکنه ده، چې امریکا دې د اوکراین په خاوره کې کانونه استخراج کړي؛ ځکه دا د مسکو لپاره سره کرښه ده او روسان په دې پوهېږي، چې واشنګټن له دې معدني سرچینو نه یوازې چې خپله به ګټه کوي، بلکې د دوی پر وړاندې به اوکراین هم تمویلوي.

اوس چې امریکا د اوکراین او روسیې مذاکراتو له منځګړیتوب ووتله، دا په دې مانا نه ده، چې واشنګټن به نور له دې معضلې خلاصېږي. دوی به دوه لارې لري: لومړی دا چې په ټول توان او قوت سره به د اوکراین له جګړې ملاتړ او پر روسیه به فشار راوړي، چې بالاخره د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي؛ دویم دا چې که دوی د جګړې د مالي ملاتړ ونه کړي، مجبور دي بېرته له مسکو سره خبرو اترو ته کېني او د روسي اړخ د غوښتنو په منلو سره به د اوکراین معضلې ته د پای ټکی ږدي.

که امریکا د روسیې پر وړاندې اوکراین یوازې پرېږدي، راتلونکي کې به د دوی لوېدیځ متحدین چې اوس هم ورباندې سخت بې باوره دي، نور به هم باور له لاسه ورکړي او هېڅکله به د واشنګټن په اشاره ځانونه په جګړو کې دخیل نه کړي او ښایي د امریکا ډېری متحدین له مسکو، چین او نورو هېوادونو سره لاس یو کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد