آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، له امریکایي لوري سره د دغه هېواد اټومي پروګرام پر سر درېیم پړاو خبرو اترو په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته رسېدلی او تمه (شنبه، غویي ۶مه) ده نن لومړی د دواړو لورو د کارپوهانو او ورپسې په لوړه کچه درېیم پړاو خبرې اترې پیل شي.
مسقط ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له رسېدو سره سم، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د نړۍ کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس ته د درناوي په موخه د اېټالیا پلازمېنې روم ته روان شوی، اعلان کړی، چې له ایران سره د دغه هېواد مذاکرات په ښه توګه مخته ځي او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه لوري ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر همداراز پرون (جمعه، غوي ۵مه) د ناروې له لومړي وزیر سره ناسته کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د ایران په اړه دوه انتخابه په مخکې لري: یو یې د خبرو اترو له لارې هوکړې ته رسېدل او دویم یې د هغه په وینا ښه انتخاب نه دی. د ټرمپ دویم انتخاب ښایي د ایران پر وړاندې له پوځي ځواکه کار اخیستل وي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې چمتو دی د ایران له مشر علي خامنهاي او یا هم د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وګوري. هغه په دې اړه زیاته کړې: «فکر کوم موږ به له ایران سره هوکړې ته ورسېږو.»
اوس پوښتنه دا ده، چې که ایران او امریکا د خبرو اترو له لارې هوکړې ته ونه رسېږي، پایلې به یې د دواړو هېوادونو لپاره څه وي؟
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو تېر دوه پړاونه په ښه توګه مخته تللي او څه ناڅه پرمختګونه شوي او همداراز د دواړو هېوادونو پلاوو او مشرانو هم د مذاکراتو له پایلو خوښي څرګنده کړې؛ خو که د اټومي پروګرام پر سر د مذاکراتو دا لړۍ ناکامه شي، ښایي په سیمه کې بېثباتي لا زیاته او ایران پر اقتصادي بنډیزونو سربېره، د امریکا او اسراییلو له پوځي چلند سره مخ شي.
لکه څنګه چې د امریکایي او اسراییلي چارواکو په ځلونو ویلي، چې اټومي وسلې ته د ایران لاسرسی ورته په هېڅ صورت د منلو نه دی او وېره یې هم دا ده، چې که ایران اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا کړي، ښایي په سیمه کې د اسراییلو شتون له سخت ګواښ سره مخ شي؛ نو له همدې امله د دغو دوو هېوادونو چارواکي تل ټینګار کوي، چې که ایران سره خبرو اترو له لارې هوکړې ته ونه رسېږي، د دغه هېواد پر اټومي بټیو به پوځي ګوزارونه وکړي.
ایران چې دا مهال د امریکا او لوېدیځ له سختو قتصادي بنډیزونو سره مخ دی، ښایي د دې جګړې پیل ته زړه ښه نه کړي او غوره به وګڼي چې له امریکا سره د مذاکراتو له لارې ممکنه هوکړې ته ورسېږي. برعکس امریکا هم چې په سیمه کې ګڼې پوځي اډې لري، وېره یې دا ده چې که له ایران سره پوځي چلند وکړي، نو ښایي د سیمې په کچه د دوی شتون له سخت ګواښ سره مخ او ان تر دې چې په ټوله سیمه کې به بېثباتي اوج ته ورسېږي.
د ایران او امریکا د جګړې له امله به د منځني ختیځ ګڼ هېوادونه، لکه کوېټ، قطر او یو شمېر نور هېوادونه چې هلته د امریکا پوځي اډې شتون لري، هم له سخت ګواښ سره مخ شي؛ نو له همدې امله د یادو هېوادونو چارواکي هم هڅې کوي، چې دواړه لوري له پوځي غبرګون را وګرځوي او د مذاکراتو له لارې یو ټولګډونه هوکړې ته ورسېږي.
که موضوع په لنډو کې را ټوله کړو، د امریکا اوسنی ولسمشر د جګړې مخالف او د وسلهوالې جګړې پر ځای یې، له نړۍ سره اقتصادي جګړې ته مخه کړې؛ افغانستان کې د امریکا ماتې او د شلو کلونو په اوږدو کې د میلیاردونو ډالرو لګښت ته په کتو، له دې ښکاري، چې ټرمپ نه غواړي په سیمه کې یوه بله جګړه پیل کړي؛ ښایي دواړو لورو ته د جګړې عواقب خورا ګران تمام شي، نو له همدې امله به هڅه وکړي، چې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي.