د اسراییلي رژیم د ظلمونو دوام؛ له اوربند سره سره یې پر غزې بریدونه کړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته، د غزې اوسېدونکي هیله من وو چې ښايي اوربند وکړای شي په دې تړانګه کې د آرامۍ لامل شي، خو دې اوربند ډیر دوام ونکړ او له لاسلیک څخه یې څو ورځې وروسته په غزه کې د چاودنو غږونه پورته او د یادې سیمې له اوسېدونکو یې قرباني واخیسته.

د اسراییل پوځ نن سهار په دې ادعا سره چې د دریو ورسپارل شویو مړي په یرغمل شویو پورې اړوند نه دي، د غزې پر ځينو برخو هوايي بریدونه وکړ چې د فلسطیني سرچینو په وینا دا بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي.

تر اوسه ددغو بریدونو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي خو د تیرې سه شنبې په ورځ اسراییل په ورته ادعا سره، پر غزې بریدونه کړي وو چې له امله یې لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو او لسګونه نور ټپیان وو.

بل لور ته، د حماس نظامي څانګړې  د دغه برید په غبرګون کې اسراییل له اوربند څخه په پرله پسې سرغړونه تورنوي او وایي چې د هوکړې له لاسلیک راهیسې تر اوسه اسراییلي ځواکونو لسګونه ځله اوربند نقض کړی دي.

د حماس نظامي څانګه وايي: « د شنبې په ورځ، موږ د یو شمیر ناپیژندل شویو جسدونو درې نمونې وسپارلې، خو دښمن هغه ونه منلې او د معاینې لپاره یې د جسدونو بشپړ سپارلو غوښتنه وکړه. موږ د دښمن د ادعاوو د مخنیوي لپاره جسدونه هم وسپارل. موږ چمتو یو چې د دې قضیې د پای ته رسولو په چوکاټ کې د ژیړې کرښې دننه او په ټولو سیمو کې د دښمن د یرغمل شویو د جسدونو موندلو لپاره کار وکړو.»

د نړیوالو چارو ځينې شنونکي وایي، دا اوربند ماتیدونکی او لنډ مهالی دی، ځکه اسراییل پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د دوی په وینا، نتنیاهو جګړه غوښتونکی دی او تر څو چې په واک کې وي، فلسطینیان به د جګړې او وینې تویدنې د پای شاهد نه وي.

د یادونې ده چې د اکتوبر په لسمه د اوربند له پیل راهیسې دواړو لورو یو بل د اوربند د هوکړې پر نقض تورن کړي.

اسراییل پر حماس تور لګوي چې د مړو په ورسپارلو کې په ځنډ سره یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی خو حماس بیا وایي، په غزه کې تر کنډوالو لاندې د مړو موندل وخت ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره سره غزه اوس هم په اور کې سوځیږي او په دې تړانګه کې د سولې کوم روښانه څرک نه ترسترګو کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *