د اروپایي مشرانو خبرداری او د پوتین نرمښت؛ د جګړې درېدو پرېکړه به څوک کوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: کیف ته د څلورو اروپایي هېوادونو د مشرانو له سفر سره سم، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، اوکراین سره نېغ په نېغه خبرې وکړي. پوتین پرون ناوخته (شنبه‌، غویي ۲۰مه) کرملېن کې د یوې خبري ناستې پر مهال له کیف وغوښتل، چې له هر راز شرط پرته مستقیمو خبرو اترو ته را وړاندې شي. د روسیې ولسمشر په دې اړه زیاته کړه: «موږ وړاندیز کوو، چې کیف دې مستقیمې خبرې اترې پرته له کوم شرط بېرته پیل کړي.» د روسیې ولسمشر همداراز زیاته کړې، چې مسکو اوکراین سره سیاسي حل‌لارې ته د رسېدو په موخه ژمن دی، خو ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه اوکراین پورې اړه لري.

د پوتین له دې وړاندیز څو شېبې وړاندې د څلورو اروپایي هېوادونو (فرانسې، آلمان، برېټانیا او لهستان) مشران د رېل‌ګاډي په وسیله د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلي وو، په یوه ګډه اعلامیه کې د روسیې له ولسمشر وغوښتل چې یا دې د روانې اونۍ له دوشنبې ورځې ۳۰ ورځني اوربند ته غاړه کېږي او یا به له سختو بنډیزونو سره مخامخ شي. سي‌ان‌ان هم راپور ورکړی، چې دا غوښتنه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه له هوکړې وروسته مطرح شوې ده. د اروپایي هېوادونو مشرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ او متحده ایالتونه له روسیې غواړو، چې له کوم شرط پرته د ۳۰ ورځو لپاره اوربند ومني، څو د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت په موخه مذاکراتو ته لار هواره شي.»

د اروپایي هېوادونو مشرانو همداراز روسیې ته خبرداری ورکړی، که له اوکراین سره اوربند ته غاړه کېنږدي، نو د انرژۍ او بانکولۍ به برخو کې به پر مسکو سخت بنډیزونه ولګوي. د اروپایي هېوادونو د دې خبرداري په غبرګون کې د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف په یوه مرکه کې ویلي، چې روسیه د هر راز فشار پر وړاندې مقاومت ته چمتو ده. هغه ټینګار کړی، چې ولادیمیر پوتین له اوربند سره ستونزه نه لري، خو په خبره یې دلته ډېرې داسې پوښتنې شته چې باید ځواب ورکړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن (یکشنبه، غویي۲۱مه) پر سوشیال ټروټ شبکه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای‌ته رسېدو په اړه هیله مندي څرګند کړې او زیاته کړې یې ده: «نن د روسیې او اوکراین لپاره ښه ورځ ده، فکر وکړئ که دا د وینو دا حمام ختم شي، د سلګونه زره کسانو ژوند به وژغورل شي.» ټرمپ د جګړې پر ځای، پر بیارغونه او سوداګرۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «یوه نوې او غوره نړۍ پر لاره ده، زه هوکړې ته د رسېدو په موخه، دواړو خواوو سره خپلو هڅو ته دوام ورکوم.»

کیف ته د اروپایي هېوادونو مشرانو له سفر یوه ورځ مخکې، مسکو د نازي آلمان پر وړاندې د روسیې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مناسبت، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو کوربه و. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د روسیې ټول ملت یو موټی دی او په ټول توان سره د هغه په اصطلاح «پوځي عملیاتو» ملاتړ کوي. اخوا د اوکراین ولسمشر بیا پرون کیف کې د اروپایي هېوادونو له مشرانو سره ناسته کې د روسیې «بریا ورځ» د نمانځنې په غبرګون کې ویلي، چې دا پوځي ننداره له ریاکارۍ، کینې او دروغو ډکه وه.

اوکراین سره مستقیمو خبرو اترو ته د پوتین لېوالتیا او مسکو ته د اروپایي هېوادونو مشران داسې مهال خبرداری ورکوي، چې د روان لمریز کال د (غویي ۱۲مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې متحده ایالتونه به له دې وروسته د اوکراین او روسیې ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب ونه کړي. امریکا وروسته له دې دا پرېکړه وکړه، چې د روان کال د (غویي ۱۰مه) واشنګټن او کی‌یف د اقتصادي همکاریو او د اوکراین له کانونو د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ.

که څه هم سپینه ماڼۍ کې د ولادیمیر زلنسکي او ټرمپ ترمنځ له لفظي شخړې داسې برېښېده، چې اوکراین نور د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړی او که اروپایي هېوادونه بېرته امریکا د اوکراین ملاتړ ته ونه هڅوي، ښایي پوتین د دې جګړې ګټونکی اعلان شي. اوس داسې ښکاري، چې دا معادله بېرته سرچپه شوې او نن سبا د اوکراین تله درنه او ان تر دې چې امریکا یې هم د ملاتړ په پار پرېکړې کوي. د دې ملاتړ د بېرته را جلبولو یو لامل کېدای شي پر امریکا د اروپایي متحدینو فشار هم وي؛ ځکه امریکا په دې پوهېږي، چې له خپلو اروپایي ملګرو پرته په یوازې ځان نشي کولی له ټولې نړۍ سره مقابله وکړي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که کیف او مسکو احتمالي هوکړې ته ونه رسېږي، د دې جګړې راتلونکی به څنګه کېږي؟

سره له دې چې د اوکراین اروپایي ملګرو پر مسکو غږ کړی، چې ۳۰ ورځني اوربند ته غاړه کېږدي او د امریکا ولسمشر هم هیله‌مندي څرګنده کړې، چې د دې اوربند په پیلېدو سره به د اوکراین او روسیې جګړه پای مومي، خو تر هغو چې روسیه د اوکراین له خاورې د شته ګواښونو په اړه پوره ډاډ ترلاسه نه کړي، د اوربند عملي کېدل او د دې جګړې پای‌ته رسېدل به خورا ستونزمن وي.‎

دا چې جګړه روسیې پیل کړې، نو طبیعي ده چې پای‌ته رسول به یې هم د دوی له لوري وي؛ ځکه دوی دا جګړه د خپل هېواد د ملي ګټو په پار پیل کړه او تر دې دمه یې پراخ مالي او ځاني زیانونه هم ګاللي، خو اوس چې امریکا او ملګري یې د دې جګړې له دوام ستړي شوي، روسیه تر یوه بریده ګټونکې ښکاري. امریکا او متحدین یې چې د دې جګړې اصلي تمویلوونکي دي او تر دې دمه یې میلیاردونه ډالر لګولي، نشي کولی په آسانۍ له دې معضلې پښې وباسي؛ دوی دوه لارې لري: یا به د خپلو ګټو او نړۍوال حیثیت ساتلو په پار د روسیې پر وړاندې د اوکراین پوځي او مالي ملاتړ کوي، یا دا چې ماتې به مني او د مذاکراتو په مېز کې به د پوتین غوښتنو ته لبیک وایي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد