آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د خپل پنځه ورځني سفر په لړ کې حماس غورځنګ ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ورکړ چې د ټولو یرغمل شویو مړي اسراییل ته وسپاري.
بل لور ته بیا، حماس اعلان کړی چې اسراییل ته به د جګړې د بیا پیل پلمه ورنکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ خپل پنځه ورځنی آسیايي سفر پیل کړ او نوموړی واک ته له رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره آسیا ته سفر کوي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې په سیمه ییزه غونډه کې ګډون او د چین له ولسمشر او نورو مشرانو سره لیدنه د دغه سفر په اجنډا کې شامل دي.
نوموړي په دې سفر کې د قطر له امیر او لومړي وزیر سره چې د غزې د سولې هوکړې په ساتلو کې یې مهم ملګري دي، د خپلې لیږدونکې الوتکې د سون اخیستو په تم ځای کې د لیدنې پر مهال وویل چې غزې ته به ډيرژر سوله ساتي ځواکونه واستول شي.
د امریکا ولسمشر مالیزیا ته تر سفر مخکې خبریالانو ته د غزې د اوربند ته په اشارې سره حماس وګواښه که اوربند دوام ونکړي د دې غورځنګ ګناه به وي.
ټرمپ دغه راز په ټروټ سوشال پاڼه کې په یو پیغام کې خبرداری ورکړ، که د دوو امریکایانو په ګډون تر ۴۸ ساعتونو پورې د یرغمل شویو مړي اسراییل ته ونه سپارل شي ښکیل هېوادونه به د سولې بهیر کې د مداخلې اقدام وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي:« په غزه کې اوربند دوام لري. که اوربند دوام ونه کړي، نو دا د حماس ګناه ده. حماس موږ سره ژمنه کړې چې اوربند به دوام وکړي. که دا ونشي، نو دا به د حماس لپاره یوه لویه ستونزه رامنځته کړي.»
خو حماس د ټرمپ د ورکړي وخت په غبرګون کې ویلي چې د جګړې د پیل لپاره به اسراییل ته هیڅ پلمه په لاس ورنکړي.
د حماس غورځنګ یو لوړپوړی چارواکی خلیلالحیه بیا داسې وايي: «موږ اراده نه لرو چې اسراییل ته د کوم پارونکي اقدام په کولو سره په غزه کې د پوځي عملیاتو د بیا پیل لپاره پلمه ورکړو. د یکشنبې په ورځ به موږ د غزې په نویو سیمو کې د جسدونو لټون پیل کړو، او موږ چمتو یو چې د غزې د چارو اداره له خپلواکو متخصصینو څخه جوړه شوې اداري کمیټې ته وسپارو.»
ټرمپ له دې وروسته مالیزیا ته ولاړ او د مالیزیایي چارواکو له بې ساري هرکلي سره مخ شو.
ټرمپ د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ د هوکړې د لاسیک څارونکی وو او دغو دوو هېوادونو له کوچنیو سرحدي نښتو وروسته د اړیکو د عادي کولو لپاره هوکړه لاسلیک کړه.
ټرمپ دا هوکړه یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د مالیزیا لومړي وزیر هم د دغې هوکړې په لاسلیک کې د ټرمپ رول وستایه.
ټاکل شوې ټرمپ د سویل ختیځې آسیا هېوادونو د ټولنې په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له هغه ورسوته به جاپان او په پای کې سویلي کوریا ته په سفر ولاړ شي، چیرته چې سپینې ماڼۍ ویلي له خپل چینایي سیال سره به هم وګوري.
