امنیت شورا ناستې ته د اسلامي امارت غبرګون؛ پروپاګند مه کوئ، افغانستان امن دی!

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته غبرګون وښود.
ښاغلي فطرت ویلي: «د ملګرو ملتونو ناستې چې زموږ له ګډون پرته ترسره کېږي، له شک پرته زموږ په زیان دي او بل دا چې په داسې ناستو کې د بل چا له عینکو د افغانستان قضایاوو ته کتل کېږي، چې هغه له واقعیتونو څخه لرې وي. متاسفانه بېلابېل جهتونه په دغسې ناستو کې له افغانستان سره خپلې عقدې پالي او هڅه کوي د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي. واقعیت دا دی چې افغانستان یو امن هېواد دی او یو واحد نظام پکې حاکم دی او ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده او هېڅ خپلسري څوک دلته نشته او نه د فعالیت اجازه لري. بله موضوع دا چې ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ ومني او د افغانستان د خلکو حق ورکړي، تر څو په دغسو ناستو کې سم قضاوت وشي او د عقده‌مندو اړخونو پروپاګند ته زمینه مساعده نشي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ادعا کړې وه، چې له افغانستان تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې ټولې سیمې ته ګواښ دي او اسلامي امارت د داعش پر وړاندې مبارزه کې بریالی نه دی.

په دې ناسته کې د امریکا دایمي استازې دوروتي شی هم ټینګار کړی، چې دا مهال واشنګټن پر سرپرست حکومت باور نه لري.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکی په دې باور دي، چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د لیدلورو اختلافات باید د سیاسي تعاملاتو او مستقیمو خبرو اترو له لارې حل او دواړه لوري باید په دې برخه کې تمکین وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه وایي: «افغانستان کې شته ستونزې باید د سیاسي تعاملاتو او مستقیمو خبرو اترو له لارې حل شي، هم اسلامي امارت او هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له جوړجاړي کار واخلي.»

بلخوا، د پوهنتون یو شمېر استادان هم په ځینو سترو ناستو کې د اسلامي امارت استازو حضور مهم بولي او ټینګار کوي، چې نړۍوال هله له اسلامي امارت سره خپلې ستونزې حلولی شي، چې خپلې اندېښنې په مستقیم ډول د اسلامي امارت له استازي سره شریکې کړي.
د پوهنتون استاز سید مصطفی مرتضوي آفاق خبري آژانس ته وایي: «د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د افغانستان په اړه هره ناسته به مثبته پایله ونه لري، که د اسلامي امارت استازی په داسې ناستو کې حضور ولري، دا کار کولی شي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ فضا له منځه یوسي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې اونۍ (دوشنبه، کب ۲۰مه) د افغانستان وضعیت په اړه ناسته جوړه کړه او د دې ناستې ګډونوالو د افغانستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت په اړه خپل لیدلوري شریک کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد