امریکا کې د ټرمپ سیاستونو پر وړاندې میلیوني لاریونونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: تېره ورځ د امریکا په ګوټ ګوټ کې سلګونه زره کسانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې شمېر یې سلګونه زره کسانو ته رسېده، له نیویارک تر لاس‌انجلس او له شیکاګو تر آتلانتا واټونو ته را وتلي وو او د دغه هېواد په ۵۰ ایالتونو کې یې تر ۲۶۰۰ زیاتې اعتراضي غونډې جوړې کړې وې او د کډوالو، زده‌کړو او امنیت په اړه یې د ټرمپ پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې.

ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، د خپلې ولسمشرۍ لپاره نوې څېره ترسیم کړه. هغه د کانګریس پرېکړو ته د نه پاملرنې له امله، بودجه بنده کړه، د فدرالي دولت ځینې برخې یې منحل کړې او د اجراییوي فرمانونو په لاسلیک سره یې، پر نورو هېوادونو سختې تعرفې ولګولې.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې خلک د ټرمپ له لوري د ملي ګارډ ځواکونو د لېږلو شاهدان وو، چې د ټرمپ په خبره، دا ځواکونه یې د کډوالو اړوند مامورینو ساتنې او همداراز د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزې په پار ځای پر ځای کړي دي، هغه څه چې د ډېریو لپاره د امنیت نښه نه، بلکې د ګواښ نښه بلل کېږي.

د نړۍوالو چارو وایي، چې د ټرمپ ناسم سیاستونه امریکا کې د ګډوډۍ او لاریونونو لامل شوي او په خبره یې، دا چاره به د امریکا او ټرمپ لپاره ناوړه پایلې ولري. د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال امریکا کې د لاریونونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: د پرون ورځې لاریونونه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر لاریونونه وو، که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو لیدل کېږي، چې له ملي ګارډ استفادې په متحده ایالتونو کې د خلکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.»

سپینې ماڼۍ تر اوسه دغو لاریونونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ټرمپ مرستیال جي‌ډي‌ ونس یوه ناندریزه ویډیو خپره کړه، چې په هغه کې ډونالډ ټرمپ د پادشاه په توګه، توره په لاس ښودل شوی دی.

دا ویډیو چې له مصنوعي ځیرکتیا په استفادې جوړه شوې، هغه شېبه را ښیي، چې د ټرمپ ډموکراټ سیالان لکه نانسي پلوسي او چاک شومر د هغه پر وړاندې په ګونډو کېږي. د دې ویډیو خپرېدو د ټرمپ مخالفین سخت په غوسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *