کابل کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري “د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس” ته د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخند په را لېږلي پیغام کې اوبه د انساني ټولنې د بقا او پرختګ لپاره مهمې بللې او په خبره یې، غذایي امنیت، عامه روغتیا او اقتصادي وده تر ډېره په اوبو پورې تړلي دي.
په دې پیغام کې د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو ته په اشارې سره راغلي، چې په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو بې ساري استخراج نه یوازې د اوبو سرچينې کمزورې کړې، بلکې بدې محيطي او ټولنیزې پایلې یې هم را ولاړې کړې، چې د راتلونکو نسلونو د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.
د اسلامي امارت رییس الوزراء په خپل پیغام کې د اوبو سرچینو غوره مدیریت د وخت اړتیا بللې او ټینګار یې کړی، چې د ځمکې لاندې اوبو سالم مدیریت او د اقليمي بدلونونو د اغیزو راکمولو په موخه د ځانګړو تګلارو پلي کولو ته ژمن دی.
بلخوا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بیا “د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس” ته د وینا پر مهال ویلي، چې د هېواد په معاصر تاریخ کې د اوبو له سرچینو سره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی او په همدې اساس اسلامي امارت د قوشتېپې کانال او یو شمېر بندونو رغولو او تړلو ته ژمن او لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي برادر ویلي:«افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی. نو په دې اساس د قوش تېپې کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له خولې راغلي، چې اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي، چې دې چارې د هېوادونو پر خپل منځي او نړۍوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېز کړی دی.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم هم دې کنفرانس ته د وینا پر مهال، هېواد کې د اوبو مدیریت په برخه کې د قوشتېپې کانال په څېر لویو پروژو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وزارت د دا ډول کنفرانسونو د لړۍ دوام ته ژمن دی او د پوهنتونونو له استادانو یې وغوښتل چې د اوبو اړوند خپلې څېړنې او لیدلوري له یاد وزارت سره شریک او دوی مکلف دي، چې دا څېړنې تر اړوندو ارزګانونو ورسوي.
د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی، تمه ده په دې کنفرانس کې د حکومتي ادارو مسوولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړیوال څېړونکي او متخصصین د اوبو په تړاو ۱۳۵ څېړنیزې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړي.