آفاق خبري آژانس؛ کابل: غزه؛ هغه ځای چې له تېرو څه باندې شلو میاشتو راهیسې یې پر مظلومو او بېدفاع خلکو له ځمکې او آسمان اور بل دی. د اسراییل په سویل کې د حماس غورځنګ د عملیاتو په ځواب کې، اسراییلي رژیم د غزې پر ټولو سیمو بمبارۍ پیل کړې؛ هغه هم پرته له دې چې د ملکي او نظامي، د ماشوم او جنګیالي او د استوګنیزو او پوځي سیمو تفکیک وکړي.
اسراییلي رژیم د یرغل په لومړیو ورځو کې، غزه تړانګه کې حیاتي بنسټونه لکه روغتونونه، ښوونځي، د اوبو او برېښنا زیربناوې، د بشري مرستو مرکزونه او ان د مرستو کاروانونه بمبار کړل. په دې بمباریو کې یوازې استوګنیزې ودانۍ موخه ونه ګرځېدې، بلکې د انسانانو ژوند، د یوه ملت هیلې او د نسلونو راتلونکې په اور وسوځول شوه. که د ښارونو او زیربناوو بمبار او ورانی د جګړې بېرونۍ څېره ده، خو پټې او دردناکې ناخوالې یې دومره زوروونکې دي، چې نښې نښانې یې د خنجر په څېر د غزې د خلکو پر بدنونو له ورایه ښکاري.
د رسمي سرچینو د وروستیو شمېرو له مخې، د فلسطیني شهیدانو شمېر شاوخوا ۶۰ زرو ته رسېدلی او دا شمېره د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې ده. له دې ډلې یې ۱۸ زره ماشومان دي؛ هغه ماشومان چې په کور کې د خوب پر کټ ویده، د مور په غېږ او یا م د ډوډۍ او اوبو ترلاسه کولو په تمه کتار کې ولاړ وو، د اسراییلي رژیم له لوري بمبار شوي دي.
ویل کېږي چې د اسراییلي رژیم په دې بریدونو کې له ۵۰ تر ۸۰ سلنې قربانیان یې بېدفاع ماشومان او ښځې دي، چې ان د پناه اخیستو پر مهال د دغه رژیم له لوري په نښه شوي دي. دیني عالم فضل هادي وزین د اسراییلي رژیم د دې ظلم په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «هغه ظلم چې د اسراییلي صهیونیستي رژیم له لوري په غزه کې پر مظلومو فلسطیني وګړو کېږي، له جنګي جنایتونو پرته، بله هېڅ مانا نه لري. دا رژیم د ښځو، ماشومانو او بېګناه ملکیانو په وژنه او له دوه میلیونو څخه د ډېر نفوس لرونکي ښار د زیربناوو په بشپړ لهمنځه وړل، هغه فاجعه ده، چې په معاصر تاریخ کې ساری نه لري. دا جنایتونه نه یوازې د ټولو ادیانو له نظره، بلکې د انساني ارزښتونو له مخې هم په کلکه غندل شوي دي. اوس هغه وخت راغلی چې د نړۍ ټول آزاد فکره انسانان د دې جنګي جنایتونو او د دې رژیم د ملاتړو پر ضد ودرېږي او د دې عملونو د بندېدو لپاره سره یو موټی شي، ځکه دا د بشریت پر تندي یو تور داغ دی.»
د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د بشري مرستو د وېش صفونه هم د اسراییلي پوځ له بریدونو خوندي نه دي پاتې شوي. یوازې د روان میلادي کال د مې له میاشتې راهیسې، ۸۷۷ کسان په داسې حال کې، چې د بشري مرستو ترلاسه کولو په پار په کتار کې ولاړ وو، د دغه رژیم له لوري شهیدان شوي دي. د مرستې ترلاسه کولو په تمه ولاړو قربانیانو کې ډېری هغه ماشومان شامل دي، چې یوازې د خوړو ترلاسه کولو لپاره راغلي وو، خو خبر نه چې له دې خوا به یې د خوړو پر ځای په وینو لت پت جسدونه کورنیو ته لېږدول کېږي.
د دې قحطۍ او لوږې تر ټولو زیات قربانیان معصوم او بېګناه ماشومان دي. د هغو تازه زېږېدلو ماشومانو انځورونه چې د خوارځواکۍ له امله ژوندي اسکلټونو ته ورتهوالی لري، نن سبا د نړۍ د رسنیو په سرټکي بدل شوي دي. د غزې روغتیایي ادارو د شمېرو له مخې، دا مهال ۲.۱ میلیونه وګړي د بشپړې قحطۍ له ګواښ سره مخ دي. د خوراکي توکو مرستې په شدت سره محدودې شوې او آن تر دې چې، د مهمو ضروري توکو واردات یا بند شوي او یا هم له خنډونو سره مخامخ دي. په دې منځ کې، ۷۶ تازه زېږېدلي ماشومانو یوازې د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی؛ نه په جګړه او بمبارۍ کې، بلکې یوازې د خوړو یا د یوه څاڅکې اوبو نشتون له امله قرباني شوي.
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په غزه تړانګه کې، ۵۸۰۰ ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او له ډلې د تر زرو زیاتو ماشومانو وضعیت نازک ښودلی شوی. دیني عالم حسیب الله حنفي غزه کې د روان وحشت په اړه، افاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «هغه څه چې د اسراییلي صهیونیستي رژیم له لوري نن د فلسطیني خلکو پر وړاندې روان دي، ظلم، تاوتریخوالی او ښکاره جنایت دی، چې نور د هېچا له سترګو پټ نه دي. د دې وضعیت پر وړاندې اسلامي نړۍ چوپتیا هم نهیوازې د تأسف وړ ده، بلکې د ژورې اندېښنې وړ هم ده. د غزې د بېګناه ښځو او ماشومانو شهادت، د اسلامي او انساني قوانینو ښکاره نقض دی. له همدې امله، اسلامي هېوادونو، او په ځانګړي ډول هغو ادارو ته چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت لري، لازمه ده چې د دې ظلم پر وړاندې کلک ودرېږي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې روښانه او پرېګنده دریځ غوره کړي.»
په داسې شرایطو کې د اوربند مسئله څو ځله مطرح شوه، خو هر ځل یا د اسراییلي رژیم له لوري رد شوې، یا یې نمایشي او موقتي بڼه غوره کړې او له اوربند سره هممهاله بریدونو هم دوام موندلی. نړۍوالې ټولنې ظاهراً د بشري اوربند خبرې کړي، خو په عمل کې یې د جګړې د بندېدو لپاره هېڅ ګام نهدی اخیستی.
افغانستان او ایران هغه اسلامي هېوادونو دي چې پر غزه تړانګه یې د اسراییلي رژیم وحشیانه بریدونه غندلي دي. اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې، په غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري پر سلګونه زره مسلمانانو روان یرغل، وحشت، سختې لوږې – تندې، ناروغۍ او بمبارۍ په سختو ټکو غندلي دي او دا کړنې یې “جنګي جنایتونه او نسلوژنه” بللي دي.
اسلامي امارت له ټولو مسلمانو هېوادونو او اغېزناکو جهتونو غوښتي، څو ژر تر ژره د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو رسېدو لاره هواره کړي او د دې ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي. د امارت اسلامي د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د غزې پر مظلوم ولس د اسراییلي رژیم بریدونو په غبرګون کې وایي: « د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا د اسرائیلي صهیونستانو ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او ورسره د مرستو څخه د لومې په ډول کار اخیستل بیا پر ښځو او ماشومانو بمبار کول او شهیدانول په کلکو ټکو غندي. اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو مؤثرو جهتونو غږ کوي چې هرڅه ژر دغزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته، د بشري مرستو د رسیدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوی.»
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم، د اسراییلي رژیم دا اقدامات د نسلوژنې او د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض بللی او ټینګار یې کړی چې په غزه کې دا مهال لوږه، اوبه او درمل د ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره د وسلې په توګه کارول کېږي. ښاغلي بقایي زیاته کړې، چې نړۍوالې ټولنې د دې ناورین په اړه چوپتیا غوره کړې او بشري وجدان بېحسه شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي زیاته کړې: «هغه څه چې وروستیو دوو کلونو کې په اشغالي فلسطین کې رامنځته شوي، له وېروونکې نسلوژنې پرته بل څه نه دي. خو هغه څه چې وروستیو میاشتو کې دې دردناکې لړۍ ته ور زیات شوي، د وژونکې وسیلې په توګه د خوړو او اوبو کارول دي. له ۱۴۰ ورځو زیات وخت تېر شوی چې غزه د خوړو او درملو له پلوه په بشپړه توګه تر محاصرې لاندې ده؛ نه د خوړو، نه درملو او نه هم د اوبو هېڅ کاروان دې سیمې ته نه دی د ننه شوی.»
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه تړانګه له تېرو څه باندې ۶۵۰ ورځو راهیسې د اسراییلي رژیم وحشیانه بریدونه دوام لري. هغه بریدونه چې له امله یې هېڅوک، ان تر دې چې معصوم او تيخوري ماشومان هم خوندي نه دي. اسراییلي رژیم د خپلو حشتونو په دوام، وروستیو کې د دې تړانګې په محاصره کولو سره، پر عامو خلکو خواړه، اوبوه، درمل او نورې ضروري مرستې بندې کړې او په دې ګام یې د نسلوژنې لړۍ لا پراخه کړې ده. د اسراییلي رژیم دا کړنې، نه یوازې چې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د اخلاقو او انساني وجدان له نظره د هېڅ ډول توجیې وړ نه دي.
غزه په وروستیو کې د مرګ په لابراتوار بدله شوې او د نړۍوالو وجدانونه یې پر وړاندې د آرام خوب کوي.