پر کې‌یف د مسکو مرګوني بریدونه؛ د جګړې شدت که د امتیاز ترلاسه کول؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان لمریز کال د غویي میاشتې په (۲۶مه) د ترکیې په ستانبول ښار کې د روسي او اوکرایني چارواکو تر مخامخ لیدنې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د غویي میاشتې په (۲۹مه) نېټه شاوخوا دوه ساعته ټلیفوني خبرې وکړې. تر ټلیفوني مکالمې وروسته، ډونالډ ټرمپ پر خپله «ټروټ سوشال» شبکه کې له پوتین سره خبرې غوره او عالي بللې وې او زیاته کړې یې وه، چې روسیه او اوکراین به ډېر ژر مخامخ خبرې پیل کړي. ټرمپ ویلي وو: «روسیه لېواله ده، د جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته، متحده ایالتونو سره پراخه سوداګري پیل کړي او زه له دې چارې ملاتړ کوم.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم هغه مهال له خپل امریکایي سیال سره دوه ساعته ټلیفوني خبرې ګټورې، روښانه او مانا لرونکې بللې وې او د مذاکراتو د ملاتړ له امله یې له ټرمپ مننه کړې وه، خو د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف بیا له اوکراین سره سولې ته رسېدل پېچلي او وخت نیوونکي بللي وو. هغه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې یې وه، چې د سولې هوکړې لپاره باید ضرب‌الاجل مشخص نشي او په خبره یې، دواړو لوري دا مهال د مذاکراتو پر یوه طرحه کار کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم دوې ورځې وړاندې (غبرګولي ۲مه) ویلي وو، چې هېواد یې اوکراین سره د اوربند هوکړې ته د رسېدو په پار، پر یوه یادښت کار کوي، چې تر نهایي کېدو وروسته به یې کې‌‌یف ته وسپاري. ښاغلي لاوروف ټینګار کړی و، چې هېواد یې د سولې پلوی دی او تر ستانبول وروسته به، د مذاکراتو دویم پړاو هم ترسره شي.

سره له دې چې روسي چارواکي اوکراین سره د اوربند په اړه د یوه یادښت د چمتو کولو خبره کوي، خو له بلې خوا بیا مسکو او کې‌یف پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی دی. له تېرو دوو ورځو راهیسې روسیې د اوکراین پلازمېنه کې‌یف باندې درانه ګوزارونه کړي دي، چې یوازې د تېرې شپې په ډرون بریدونو کې د اوکراین پلازمېنه کې لږ تر لږه اووه کسان ټپیان او څو استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د مذاکراتو په درشل کې مسکو او کې‌یف ولې پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی؟

په مذاکراتو کې د جګړې شدت نه یوازې په اوکراین، بلکې د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم مخینه لري. کله چې اسلامي امارت په دوحه کې له امریکایي لوري سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، خو له پخواني جمهوري حکومت سره یې د خبرو او مذاکراتو ترڅنګ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه هم شدیده کړه، څو وکولی شي د مذاکراتو په مېز کې هم برلاسی ولري.

د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د جګړې په ډګر کې برلاسی د مذاکراتو به مېز د زیات امتیاز ترلاسه کولو او برلاسي په مانا ده. د دوی په باور هغه لوری چې د جګړې په ډګر کې برلاسی ولري، کولی شي په ډېرې آسانۍ سره پر مقابل لوري خپلې غوښتنې تحمیل او ټاکلو اهدافو ته ورسېږي. د پوځي چارو شنونکی محمد صادق شینواری له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې که څه هم روسیې د اوکراین جګړې پای‌ته رسېدو په پار، خپلې غوښتنې امریکایي لوري ته وړاندې کړې، خو په خبره یې پوتین تر ډېره له انحرافي لیدلوري ملاتړ کوي. هغه په دې اړه زیاته کړه: «پوتین له انحرافي لیدلوري ملاتړ کوي، څو د روسیې تر واک لاندې سیمه په خپل کنټرول کې ولري، دا که د خبرو له لارې وي او یا هم مذاکراتو.»

زلنسکي چې یو فلمي لوبغاړی و، واک ته تر رسېدو وروسته یې، تر ډېره د خپل هېواد په ملي مسایلو د ځیرکتیا او تفکر پر ځای، په سیاست کې یې هم خورا سطحي او د فلمي لوبغاړي په څېر لوبه وکړه. د امریکا او لوېدیځوالو به غوړو ژمنو او لمسون یې د هرې ورځې په تېرېدو سره ځان د اور خولې ته ور نږدې کاوه، چې بالاخره نږدې درې‌نیم کاله وړاندې په دې اور کې ښکېل او لمبې یې تر ننه دوام لري. نه یوازې چې ناټو کې یې د غړیتوب خوبونه په اوبو لاهو شول، بلکې تر ټولو نږدې متحدینو یې هم ورته شا کړه او اوس یې روسیې سره مذاکراتو کې د خپلو ګټو قرباني کوي.

واک ته د ډونالډ ټرمپ په راګرځېدو سره، امریکا تر ډېره اقتصاد محوره سیاست غوره او له خپلو سیالانو سره یې د پوځي جګړې پر ځای اقتصادي جګړه پیل کړه. ټرمپ چې بهرنۍ پالیسي یې د هر ډالر په بدل کې د دوو ډالرو ترلاسه کول دي، زلنسکي ته یې په سپینه مانۍ کې په ډاګه کړه، چې نور یې ملاتړ نشي کولی او باید روسیې سره مذاکراتو ته چمتو، د کریمیا ټاپو بېرته ترلاسه کولو او ناټو سازمان کې له غړیتوب لاس په سر شي.

ټرمپ په دې پوهېږي، چې د جګړې په ډګر کې له روسیې سره سیالي ورته په لوړه بیه تمامېږي او نشي کولی د جګړې په ډګر کې روسیه ماته کړي، نو له همدې امله یې پر مذاکراتو فوکس زیات دی او هڅه کوي، چې د خپل نړۍوال حیثیت ساتلو په پار د اوکراین جګړې مسئله حل کړي. په دې سره به د امریکا دولت دوه ګټې وکړي: لومړی دا چې د اوکراین له مالي ملاتړه او میلیاردونو ډالرو زیان به خلاص شي، بل دا چې روسیې سره به د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سربېره، د اوکراین نایابه کاني سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد