د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې پر بیتلاهیا ښار د اسراییلو په هوایي برید کې نهه فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې هوایي برید کې درې سیمهییز خبریالان هم وژل شوي دي.
فلسطیني رسنیو هم منلې، چې په دې هوایي برید کې درې خبریالان هم په نښه شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس په راپور کې راغلي، چې په دې برید کې یو موټر په نښه شوی دی.
دا برید داسې مهال شوی، چې د روان زېږدیز کال د جنورۍ له ۱۹مې نېټې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند شوی، خو اسراییلو په ځلونو له اوربند سرغړونه کړې او د غزې په ځینو سیمو یې هوایي بریدونه کړي دي.
د اسراییلو دې برید د اوربند په اړه، چې د غځېدو په حال کې دی، اندېښنې زیاتې کړې دي.