د ایران او امریکا ترمنځ جګړه لا هم په شدت سره دوام لري. د جګړې لمبې هره ورځ د منځني ختیځ په ګوټ ګوټ کې خپرېږي او له ملکي وګړو قرباني اخلي. د تهران او واشنګټن ترمنځ د دې درنې شخړې په یولسمه ورځ، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په نسبتاً ارامه غږ د جګړې د دوام په اړه خبرې وکړې. هغه «سیبيای» شبکې سره د ایران پر وړاندې د جګړې د احتمالي پای ته رسېدو یادونه وکړه؛ داسې څرګندونې چې ښيي واشنګټن غواړي له دې لګښت لرونکې جګړې شاتګ وکړي.
ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «د ایران پر وړاندې پوځي عملیات نږدې پای ته رسېدلي دي، ځکه ایران د خپل بحري، ارتباطي او هوایي دفاعي توان لویه برخه له لاسه ورکړې ده، او له همدې امله جګړه عملاً په ختمېدو ده.»
ټرمپ په «تروت سوشال» کې د هرمز تنګي یادونه کړې؛ هغه لاره چې شاوخوا شل سلنه د نړۍ تېلو د لیږد لپاره کارول کېږي او له اړینو سمندري لارو له جملې څخه ده. هغه خبرداری ورکړ چې که ایران د دې تنګي د تیلو د لېږد د جریان د بندولو هڅه وکړي، متحده ایالات به په ډېر ځواکمن ډول ځواب ورته ورکړي.
په مقابل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي «پیبیاس» سره په مرکه کې وویل چې اسلامي جمهوریت هرمز تنګي نه ندی بند کړی. د هغه په وینا، د یادې سیمې د امنیت د نشتوالي له امله، کښتۍ «ویریږي» چې د هرمز له تنګې تېرې شي.
عباس عراقچي زیاته کړې: «موږ د هرمز تنګی نه دی بند کړی او د کښتيو د تېرېدو مخه مو نه ده نيولې. خو د امریکا او اسراییل تجاوزات ټولې سيمې ته ناامني راوړې ده. د دې حالت پایلې ډېرې پراخې دي؛ نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د ټولې سيمې او اوس د نړيوالې ټولنې لپاره هم. له همدې امله، تیلو وړونکي بېړۍ او نور کښتۍ د هرمز له تنګې د تېرېدو څخه وېرېږي.»
عراقچي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې، د ایران دښمنانو هڅه کوله چې په لنډ وخت کې خپلو موخو ته ورسېږي، له دې جملې څخه د حکومت د بدلولو هڅه هم شامله وه، خو په دې پلان کې ناکام شول. هغه زیاته کړه چې، د امریکا لومړني پلان کې ناکامه شوې او د نورو پلانونو د عملي کولو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «هغوی هڅه وکړه چې خپلو ځینو موخو ته ورسېږي، خو ناکام شول. هغوی فکر کاوه چې په دوه یا درې ورځو کې به وکولای شي حکومت بدل کړي او یوه چټکه او پاکه بریا ترلاسه کړي، خو بریالي نشول. له همدې امله زما په نظر د هغوی لومړنی پلان ناکام شوی ، او اوس د نورو پلانونو د ازموینې هڅه کوي، خو هغه ټول هم ناکام شوي دي.»
یو شمېر د نړیوالو اړیکو کار پوهان وایي چې ، چې د امریکا ولسمشر هڅه کوي د ایران سره په اوږدمهاله او ستړیا رامنځته کوونکي جګړه کې ښکېل کېدو څخه ډډه وکړي او د خپل نظامي یرغل د پای ته رسولو په اړه فکر کوي. هغوی وایي چې امکان لري امریکا او اسراییل په ګډه اعلان وکړي دوی د ایران سره په جګړه کې بریالي دي او له دې اعلان څخه ورورسته جګړه هم ودروي.