ټرمپ: روسیه غواړي دا بې مانا جګړه پایته ورسېږي

سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې په اړه د امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ خبرې اترې ګټورې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې پرون سه شنبه (سلواغې ۳۰مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد او روسي ډیپلوماټانو ترمنځ خبرې اترې ګټورې وې او په اوکراین کې د سولې هوکړې په اړه ډاډه دی.

ښاغلي ټرمپ چې په خپل شخصي قصر کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، ښایي د همدې میاشتې په لړ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د اوکراین جګړې په اړه له نږدې وګوري.
ډونالډ ټرمپ همداراز یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که دی ولسمشر وای، د اوکراین او روسیې تر منځ به جګړې نه وای پیل شوې. د هغه په خبره، اړتیا ده چې په اوکراین کې ټولټاکنې ترسره شي او د سولې هوکړې په شتون کې اوکراین کې د ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کې په اړه مخالف هم نه دی.
ټرمپ د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي: (روسیه غواړي، دا وحشیانه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، هره اونۍ زرګونه سرتېري وژل کېږي، دا ډېره بده ده، هغوی غواړي دغه بې مانا جګړې ته د پای ټکی کېږدي.)

بلخوا د روسیې د ولسمشر مرستیال چې د سعودي پلازمېنه ریاض کې یې له امریکایي لوري سره په خبرو کې برخه درلوده، له ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې ګټورې وې.
یوري اوشاکوف زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو نظریات او دریځونه لا هم سره لیرې دي، خو په خبره یې نننۍ ناسته کې یې د اوکراین په اړه خبرې ګټورې وې.

په همدې حال، د اوکراین ولسمشر چې تمه وه د سعودي پلازمېنې ریاض ته سفر وکړي، دغه هېواد ته خپل سفر ځنډولی او یو ځل یې بیا ټینګار کړی چې د اوکراین د برخلیک په اړه به، هېڅ داسې هوکړه ونه مني، چې د دغه هېواد استازي پکې ګډون ونه لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اوکراین جګړې په اړه ځینې وړاندیزونه کړي دي. خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د کیف او مسکو ترمنځ باید د نیول شویو ځمکو موضوعات حل او دا تضمین ترلاسه شي، چې روسیه پر اوکراین خپل تېري ته د پای ټکی کېږدي.
خلیلزاد همداراز زیاته کړې، اوکراین ته باید سوله‌ساتي ځواکونه واستول شي او د سولې خبرو د لا ښه پرمختګ په پار دایمي اوربند وشي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ په (۲۴مه) نېټه پیل شوه، چې لا هم دوام لري او دواړو لورو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *