ټرمپ او پوتین د اوکراین په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي

ټرمپ او پوتین د اوکراین په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پایته رسولو په موخه ټلیفوني خبرې کړې دي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دې ټلیفوني مکالمې نیم ساعت دوام کړی او دواړو لورو پر اوکراین سربېره، د منځني ختیځ وضعیت او د دواړو هېوادونو د بندیانو خوشي کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
په دې ټلیفوني مکالمه کې ټرمپ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ټیمونه به د اوکراین جګړې پایته رسولو په اړه خبرې پیل کړي او دی به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلنسکي سره همدا شېبه اړیکه ټینګه او هغه به د دغو خبرو له بهیر خبر کړي.
په دې ټلیفوني اړیکه کې د روسیې ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې مسکو ته سفر وکړي.
له دې سره سم، اسوشېټډپرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هکسټ ویلي چې د اوکراین سرحدونه پخواني حالت ته رسول او همداراز ناټو کې د دغه هېواد د شاملېدو غوښتنه د عملي کېدو نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمټ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، چې واک ته په رسېدو سره به د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه د خبر اترو له لارې پایته ورسوي او ټینګار یې کړی و، چې امریکا نباید اوکراین ته د جګړې د دوام په پار میلیارډونه ډالر واستوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد