د ټرمپ او زلنسکي د لیدنې ستاینه او غنده؛ د اوکراین جګړې برخلیک به څنګه شي؛

واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سفر، چې تمه وه د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیکې هوکړې لاسلیک شي، خو برعکس دا سفر د نوموړي، ټرمپ او د هغه د مرستیال جي ډي ونس ترمنځ په بې‌ساري لفظي شخړو بدل شو.
دې پېښې ته نه یوازې چې په رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شوی، بلکې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د مشرانو غبرګونه یې هم را پارولي دي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو دا لیدنه ان تر لفظي شخړې ورسېده او زلنسکي له سپینې ماڼۍ ووت. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، تر لیدنې وروسته، تمه وه د دواړو هېوادونو ولسمشران ګډه خبري ناسته ولري، خو تر لفظي شخړې وروسته دا ناسته هم لغوه شوه او د معادنو یو ستر تړون هم لاسلیک نه شو.

ولادیمیر زلنسکي په دې ناسته کې ټینګار درلود چې د روسیې له ولسمشر سره هیڅ ډول جوړجاړی ونه‌شي او له ټرمپ یې وغوښتل چې د پوتین پر وړاندې له پوره احتیاط او غور کار واخلي.
خو ډونالډ ټرمپ بیا په دې ناسته کې له ولادیمیر پوتین سره د یوې هوکړې لاسلیک ته چمتووالی وښود. ټرمپ زلنسکي ته په خطاب کې وویل: «تاسو له درېیمې نړۍوالې جګړې سره قمار وهئ، خو د امریکا له ملاتړ پرته هېڅ برلاسی نه لرئ. ما له پوتین سره خبرې کړې، او دی د یوې هوکړې لپاره تیار دی.»

دا لفظي شخړه په همدې ځای ختمه نه شوه او د امریکا د ولسمشر غبرګون لا توند شو او زیاته یې کړه: «موږ ته مه وایه چې موږ به څه احساس ولرو. ته دا حق نه لرې چې موږ ته دا شیان وټاکې. اوس ته د بریا لپاره اړین کارتونه نه‌لرې. ته د ملیونونو انسانانو له ژوند سره قمار وهې.»

د دواړو هېوادونو د مشرانو تر سختې مشاجرې وروسته، ټرمپ وویل چې زلنسکي د سولې لپاره چمتو نه‌دی او هغه ته یې په خطاب کې پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل؛ هر کله چې د سولې هوکړې ته چمتو شوئ سپینې ماڼۍ ته راتلی شئ. ټرمپ زیاته کړې: «موږ نن په سپینه ماڼۍ کې یوه ډېر مهمه ناسته درلوده… زه دې پایلې ته ورسېدم چې د امریکا له مرستو پرته، ولسمشر زلنسکي سولې ته چمتو نه دی ،ځکه دی فکر کوي چې په مذاکراتو کې زموږ مرسته ده ته ستره ګټه رسوي. خو امریکا داسې څه نه‌غواړي… هر وخت چې دی د سولې لپاره چمتو شو، کولای شي بېرته سپینې ماڼۍ ته راشي.»

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې ولادیمیر زلنسکي باید د سپینې ماڼۍ په لیدنه کې د رامنځته شوي “شرم” له امله بښنه وغواړي. نوموړي له سي ان ان سره خبرو کې زیاته کړې: «هیڅ اړتیا نه ‌وه چې زلنسکي په دې لیدنه کې غلیمانه چلند وکړي. که تاسې په یرغلیزه لهجه خبرې کوئ، نو یو ولسمشر چې ټول عمر یې په معاملو کې تېر کړی، چمتو نه دی د سولې مېز ته کېني.»
تر دې ترینګلې لیدنې وروسته، ولادیمیر زلنسکي له فاکس نیوز سره په مرکه کې، له ټرمپه د بښنې له غوښتلو ډډه وکړه او په خبره یې، دی د امریکا خلکو ته درناوی لري.

دې ناستې ته د امریکا په کانګرېس کې یو شمېر سناتورانو هم سخت غبرګونونه ښودلي دي.
په کانګرېس کې د دیموکراټانو مشر چاک شومر په خپل ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل: «ټرمپ او وینس د پوتین دسیسې پر مخ وړي. د سنا دیموکراتان به هېڅکله د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره خپل مبارزه ونه درېغوي.»

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړي ګریګوري میکس وویل: « د ټرمپ ننني چلند د امریکا مشرۍ ته زیان ورساوه او زموږ دښمنان یې نور هم زړور کړل. هغه یوازې خپل عزت نه ته زیان نه دی رسولی، بلکې خپل ګوند یې هم سپک کړ او هغو نسلونو ته یې سپکاوی وکړ چې د امریکا د حیثیت لپاره جنګېدلي او خپل سرونه یې بایللي دي. دا ولسمشر زلنسکي نه ‌و چې په سپینه ماڼۍ کې یې امریکا ته سپکاوی وکړ، بلکې دا ډونالډ ټرمپ و.»
سناتور تامي ډاکورت بیا په دې تړاو وویل: «د یوه دیکتاتور له لوري زموږ پر دیموکراتیک ملګري برید، د شرم وړ کار دی. ټرمپ د امریکا د تاریخ یوه بدنامه څېره ده.»

د ټرمپ او زلنسکي لیدنې ته پراخ غبرګونونه
د امریکا سیاستوالو، د اروپايي ټولنې مشرانو او د روسیې حکومت چارواکو دې ناستې ته غبرګونونه ښودلي دي.
د یو شمېر هیوادونو مشرانو هم له اوکراین خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي: «دلته یو تېری کوونکی روسیه ده او یو قرباني اوکراین. موږ حق درلود چې له اوکراین سره مرسته وکړو او درې کاله مخکې پر روسیې بندیزونه ولګوو او موږ به دا کار ته دوام ورکړو. روسیه یرغلګره ده او د اوکراین خلک تر برید لاندې دي.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وویل: «هیڅوک د اوکراین له خلکو زیات د سولې غوښتونکي نه ‌دي! ځکه موږ په ګډه د یوې عادلانه او پایدارې سولې د موندلو هڅه کوو. اوکراین دې پر آلمان او اروپا حساب وکړي.»
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون درلاین په خپل ایکس پاڼه ولیکل: «ګرانه ولسمشره! ته هېڅکله یوازې نه‌يې… موږ به له تا سره د عادلانه او دوامداره سولې لپاره همکارۍ ته دوام ورکړو.»

د کاناډا لومړی وزیر جاستین ترودو ولیکلي: «روسیې په ناقانونه توګه پر اوکراین یرغل وکړ. اوکراینیان درې کاله کېږي چې پّ پوره زړورتیا جنګېږي. د دوی جګړه د دیموکراسۍ، ازادۍ، او خپلواکۍ لپاره ده، چې دا زموږ لپاره هم مهمه ده. کاناډا به د اوکراین ترڅنګ ولاړه وي تر هغه چې عادلانه سوله ترلاسه شي.»

 بل لور ته د نړۍ یو شمېر مشرانو بیا د ټرمپ له څرګندونو ملاتړ کړی دی.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودف، وویل: «بالاخره په سپینه ماڼۍ کې پر خپل ځای کېنول شو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا ویلي، دا چې ډونالډ ټرمپ زلنسکي ونه واهه، د هغه د زیاتي حوصلې ښکارندويي کوي.
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان دې ناستې ته په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر «زړورانه د سولې لپاره ودرېد، که څه هم دا د ډېرو لپاره د منلو وړ نه‌وه.»
دا لومړی ځل نه‌دی چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر نیوکه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم هغه زلنسکي «دیکتاتور کومډین» بللی و. ټرمپ څو ځله ویلي چې دی به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو زلنسکي بیا اندېښنه لري او په خبره یې، یوازې په هغه صورت کې د سولې هوکړه مني، چې د اوکراین امنیت خوندي کړي.
د زلنسکي او ټرمپ وروستۍ ناستې نه‌ یوازې دا چې د اوکراین د کړکېچ لپاره حل‌لاره پیدا نه‌کړه، بلکې د لوېدیځو متحدینو ترمنځ یې واټنونه نور هم ژور کړل. اوس، دا چې راتلونکی سناریو به څه وي، تر وخت وړاندې قضاوت دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد