د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د اورګاډي په مرکزي تمځي کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان، چې ۱۰ ښځې او درې ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د نوي ډېلي د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په شپه (سلواغې ۲۷مه) د دوو اورګاډو تمځایونو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ګڼ شمېر مسافر د اوتار پردېش ایالت د پریاګراج ښار ته د “مهاکمب” تر نامه لاندې مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه، د اورګاډي په تمه وو.
د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې مسافر اورګاډي ته د ختلو پر مهال بېړه کوي او زیادې ګڼې ګوڼې له امله مرګ ژوبله اوړي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د یاد هېواد یو شمېر نورو چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې ده.
ښاغلي مودي په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي: “زه د نوي ډېلي د اورګاډي تمځي د ګڼې ګوڼې د پېښې له امله ډېر خواشینی یم. زما افکار له هغو کسانو سره دي، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. دعا کوم چې ټپیان ژر تر ژره روغ رمټ شي.”
د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه هم په خپله ایکس پاڼه د دې پېښې د څېړلو خبر ورکړی دی.
په ورته وخت کې، د هند د اورګاډو وزیر آشویني ویشنو ویلي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل شوې او زیاته کړې یې ده، چې د ګڼې ګوڼې د کابو کولو په پار یې سیمې ته څلور ځانګړي اورګاډي استولي دي.
