له مرکچیانو د ټرمپ غوښتنه؛ غزه کې د جګړې پای‌ته رسېدو په اړه چټک اقدام وکړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په غزې تړانګه کې د جګړې او وینې تویدو د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ هڅې دوام لري. هغه هڅې چې په وینا یې په منځني ختیځ کې ریښتنې سوله رامنځته کوي. خو اسراییل په غزه کې د جګړې او وینې تویدو د پای ته رسیدو په تړاو د ټرمپ غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د سولې پر طرحې د اسراییل او حماس د هوکړې او جګړې پر پای ته رسیدو د ټرمپ له ټينګار سره سره، د اسراییل پوځ په غزې ښار کې خپل بریدونه نه دی بند کړي. خو اوس د غزې د جګړې په اړه حساسې شیبې دي، هغه جګړه چې له دوو کلونو راهیسې دوام لري او له امله یې زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دمګړۍ د ټولو سترګې مصر ته دي هغه څوک چې د مرکچیانو کوربه دی.

ډونالډ ټرمپ هم له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په موخه چټک اقدام وکړي. د امریکا ولسمشر په دې اړه زیاته کړې: «موږ ډېرې ښې غونډې درلودې. د مسلمانو او عرب هېوادونو په ګډون ډېری هغه هېوادونه چې په رښتیا سره د اسراییل شاوخوا دي، له حماس سره یې ښې غونډې درلودې. داسې ښکاري چې دا پروسه اغېزناکه وه. موږ به په تمه شو او وګورو چې وروستۍ پایله به یې څه وي.»

ټرمپ، دغه راز خبریالانو ته په یوه بله غونډه کې، خپله د سولې طرحه د عربي نړۍ، اسلامي نړۍ او نړیوالې سولې لپاره ښه انتخاب وګاڼه. هغه د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «دا د اسراییل، عربي نړۍ او اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه خبره ده او موږ پرې ډېر خوښ یوو. خبرې اترې همدا اوس روانې دي او پیل شوې دي او څو ورځې به دوام وکړي او زه اورم چې ډېرې ښې روانې دي. د حماس پلان ډېر ښه دی او موږ به په منځني ختیځ کې ریښتینې سوله ولرو.»

خو د اسراییلي دولت ویاند ویلي چې دمګړۍ په غزه کې بشپړ اوربند نه نشته او یوازې په لنډ مهالې توګه ځینې بمبارۍ بندې شوې دي. د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس په نسبي غبرګون پسې د ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو ترمنځ ټیلفوني خبرې په سختې لفظي شخړې واوښتې.

امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ټرمپ د سولې د طرحې په اړه د نتنیاهو له لیدلوري په غوسه شوی او نتنیاهو ته په خطاب یې ویلي چې تل منفي فکر کوي او دا یوه بریا ده چې باید وې مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *