غزه کې په پرله‌پسې توګه د اوربند پر ماتولو د حماس نیوکه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هوکړه چې د روان میلادي کال د اکتوبر په لسمه عملي شوه، له لومړیو د شک په سترګه ورته کتل کېدل او د نه دوام په اړه یې، کارپوهانو په ځلونو اندېښنې څرګندې کړې وې. هغه هوکړه چې د حماس په باور، اسراییلي رژیم هېڅکله ورته ژمن نه دی او هره ورځ د بېلابېلو پلمو له امله نقضوي. د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وایي، چې اسراییلي ځواکونو تېره شپه پر غزه تړانګه ځمکني، هوایي او سمندري بریدونه زیات کړي او لا هم په دې تړانګه کې د کورونو نړولو لړۍ په شدت سره روانه ده.

د هغه په وینا، اسراییلي پوځ پرون شبنه، د غزې تړانګې په سویلي برخه، رفح ښار کې هوایي برید کړی دی. د الجزیرې خبري شبکې هم راپور ورکړی چې د غزې ښار په ختیځ کې د التفاح په سیمه کې د «ژړې کرښې» شاته سیمې د اسراییلو د هوايي برید هدف ګرځېدلي دي.

د حماس ویاند همدارنګه له منځګړو او د هوکړې له ضمانت کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د اسراییلو له لوري د اوربند د نقض مخنیوي لپاره عملي اقدام وکړي. حازم قاسم په دې اړه زیاته کړې: «د شنبې په سهار د اسراییلو له خوا د دوو ماشومانو قصدي وژل یو ځل بیا وښودله چې د غزې د خلکو پر وړاندې د نسل‌ وژنې جګړه لا هم روانه ده او د صهیونیستانو بریدونه نه دي درېدلي، بلکې یوازې یې بڼې بدلې شوې دي. له منځګړو، د هوکړې له ضمانت کوونکو هېوادونو او د شرم‌الشیخ د ناستې له ګډونوالو غوښتنه کوو چې د اسراییلو له لوري د اوربند د نقض د درولو لپاره جدي اقدام وکړي او د دغه هېواد پوځ دې دې ته اړ کړي چې د هوکړې له مخې، پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

د غزې په اړه د امریکا پرېکړه‌لیک چې په امنیت شورا کې هم تصویب شو، له پیله شکونو او اندېښنو سره مل و. دغه پرېکړه‌لیک چې په ظاهر کې د جګړې د پای ته رسولو، د غزې د بیا رغونې او د ثبات ټینګښت لپاره وړاندې شوی، خو د شنونکو په باور، دا طرحه په حقیقت کې د فلسطین د مدیریت لپاره نوې معمارۍ ته لاره هواروي، چې ښایي خورا خطرناکې پایلې هم ولري.

د ټرمپ په طرحه کې راغلي چې یو نړیوال ځواک باید د غزې امنیت، بې‌وسلې کولو، سرحدي کنټرول، د تونلونو څارنه او د کمیټو ټاکل پر غاړه ولري، خو دا ځواک تر اوسه په عملي ډول شتون نه لري. شنونکي باور لري چې د اسراییلو نه ژمنتیا په پام کې نیولو سره، منځګړي هېوادونه باید له دغه رژیم قوي ضمانتونه واخلي څو راتلونکي کې له اوربند سرغړونه ونشي او سیمه بیاځلي له ګډوډۍ او کړکېچ سره مخ نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د شمېرو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اسراییلي رژیم د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته، ۵۳۵ ځله دا هوکړه نقض کړې او په دې موده کې د اسراییلي رژیم په هوایي بریدونو کې ۳۵۰ فلسطینیانو ژوند بایللی او شاوخوا ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *