غزه کې له اوربند سره سره د اسراییل د بریدونو دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې له لاسلیک څخه نږددې دوه میاشتې تیریږي، هغه هوکړه چې هره شېبه ماتېدونکې ده او د حماس په باور د اسراییل له لوري نقض کیږي.

حماس اعلان کړی چې اسراییل په دې موده کې په پرله پسې توګه د غزې تړانګې پر ځینو برخو د بریدونو په ترسره کېدو سره شوې هوکړه نقض کړې ده.

له دې ټولو او د یادې تړانګې پر ځینو برخو د اسراییلي پوځ د درنو بریدونو په لړ کې، د غزې روغتیا وزارت له اوربند وروسته د قربانیانو نوې شمېرې خپرې کړې.

یاد وزارت ویلي چې د اوربند د هوکړې له پیل راهیسې اسراییل دغه هوکړه ۵۳۵ ځله نقض کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱ د اوربند له پیل راهیسې، ۳۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۹۶ ټپیان دي او ۶۰۵ مړي له کنډوالو را ایستل شوي، په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ جګړې له امله تر اوسه ۶۹ زره او ۷۹۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۰ زره او ۹۷۲ نور ټپیان شوي دي.»

خو ولې د غزې لپاره د امریکا طرحه پایلې ته نه رسیږي، هغه طرحه چې وروستیو کې په امنیت شورا کې تصویب شوه او له چین او روسیې پرته یې د امنیت شورا د غړو مثبتې رایې ترلاسه کړې.

په دې پریکړه لیک کې یو مهم او د بحث وړ ټکی، د حماس او فلسطین جهادي ډلو د بې وسلې کولو غوښتنه، که څه هم دا پریکړه لیک د اسراییل او لویدیځ هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی، خو ډیری فلسطینیان هغه د خپلو حقونو نقض ګڼي.

شنونکي په دې باور دي چې د دې پریکړه لیک پلي کېدو د دوو فلسطیني دولتونو طرحه کمزورې کړې او د فلسطینیانو حقوق هم ضایع کوي.

د ټرمپ د سولې طرحې یو بل مهم مورد، بهرنیو لوبغاړو ته د غزې د راتلونکي سپارل دي، هغه چاره چې د حماس لپاره د منلو نه ده.

حماس باور لري چې بهرنیو لوبغاړو ته د غزې د راتلونکی سپارل به د فلسطینیانو د تصمیم نیونې ځواک کمزوری کړي  او د بحران د پای ته رسېدو پر ځای به په یاده سیمه کې د بحران د زیاتېدو لامل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *