غزه کې د اوربند له نقض کېدو د قطر اندېښنه؛ ولې اسراییل له هوکړې سرغړونه کوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په غزه کې د اوربند د تړون د لومړي پړاو له پیل راهیسې د هرې ورځې په تېرېدو سره، د اسراییل له لوري د سرغړونو شمیر زیات شوی، چې د دوامداره اوربند د ترلاسه کولو امکان یې ډیر لرې کړی او د غزې تړانګې د برخلیک او راتلونکي په اړه  د فلسطینیانو په ذهنونو کې ډیری پوښتنې راپورته کوي.

د اسراییل له لوري د غزې د اوربند سرغړونې د منځګړو هیوادونو هم سخت غبرګون راپارولی دی.

قطر، د حماس او اسراییل ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا برابرونکي هیواد په توګه، د اسراییل له لوري د تړون پر سرغړونې سختې نیوکې کړې او د اوربند د دوهم پړاو د پلي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري ویلي چې هیواد یې هڅه کوي شته اوربند له منځه ولاړ نه شي.

د نوموړي په ​​وینا، د اسراییل له لوري د اوربند سرغړونه د اندیښنې وړ ده.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې په غزه کې د اوربند د تړون د پیاوړتیا او د ټرمپ د پلان د دویم پړاو د پلي کولو لپاره باید هڅې وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وایي:«موږ به د غزې د تړون څارنې ته دوام ورکړو او هڅه به وکړو چې اوسنی اوربند مات نه شي. موږ باید د غزې د اوربند تړون د پیاوړتیا لپاره کار وکړو او د ټرمپ د پلان دویم پړاو پلي کول پیل کړو. موږ هڅه کوو چې اوسنی اوربند د تړون دویم پړاو ته لاره هواره کړو.»

په ورته مهال، د فلسطین د خپلواکې ادارې استازي ریاض منصور، په غزه کې د اسراییل له لوري د اوربند پرله پسې سرغړونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په دې تړانګه کې اوربند ته باید په بشپړه توګه درناوی وشي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې استازی ریاض منصور وايي:« غزه د فلسطین زړه دی او اسراییل غواړي چې دا له لویدیځې غاړې څخه جلا کړي. اسراییل په غزه کې له اوربند راهیسې هره ورځ دوه فلسطیني ماشومان وژني. »

د سیاسي چارو شنونکی هم په دې باور دي چې د غزې لپاره د ټرمپ طرحه یو اړخیزه ده او د دوو دولتونو لپاره د فلسطینیانو غوښتنې له پامه غورځول شوي.

د یادونې وړ ده چې په غزه کې د اوربند له تړون وروسته، اسراییل په دوامداره توګه سرغړونه ورڅخه کړې ده.

د حماس د شمېرو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې، اسراییل له ۵۰۰ ځله زیاتې سرغړونې کړې دي او په دې موده کې، د دوی د پوځ په بریدونو کې ۳۵۰ فلسطینیان وژل شوي او نږدې زر نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *