آفاق خبري آژانس؛ کابل: حماس، چې د دوو کلونو لپاره یې د اسراییل د پوځ او د هغوی د پرمختللو پوځي تجهیزاتو پر وړاندې په ټول ځواک سره مقاومت وکړ، اوس یې اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند لومړي پړاو ته ژمن پاتې شوي او له ښکېلو خواوو غواړي چې ژر تر ژره د تړون د دویم پړاو پلي کول پیل کړي.
دغه غورځنګ ویلي، چې د دوی یوه پلاوي مصر ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له مصري چارواکو سره د غزې د اوربند د دویم پړاو په جزیاتو بحث کړی دی.
حماس، د تړون د لومړي پړاو د ژمنو په بشپړ اطاعت ټینګار کوي، د اسراییل له لوري د اوربند د تکراري سرغړونو د جدي او خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکوي او د دې پروسې د دوام د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
د حماس غورځنګ د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي:« زموږ یو پلاوي مصر ته سفر وکړ ترڅو د غزې تړانګې د اوربند دویم پړاو ته د ننوتلو په اړه بحث وکړي او د مصر د عمومي استخباراتو سازمان له مشر سره یې ولیدل. په دې غونډه کې د اوربند تړون پورې اړوند وروستي پرمختګونه، د غزې تړانګې عمومي وضعیت او د تړون د دویم پړاو د ماهیت په اړه بحث وشو. موږ د اوربند تړون بشپړ پلي کولو ته ژمن یو. موږ د اسراییل له لوري د اوربند دوامداره سرغړونې د تړون د کمزوري کولو لپاره یو جدي ګواښ ګڼو.»
حماس دغه رازاعلان کړی چې اسراییل د اوربند تړون په لومړي پړاو کې خپلو ژمنو ته غاړه نه ږدي او سلګونه ځله یې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
یاد غورځنګ اعلان وکړ چې برعکس، د حماس ځواکونو، له ډیرو ستونزو سره سره، هڅه کړې او په دې سیمه کې د یرغمل شویو کسانو په لټه کې خپلې ژمنې پوره کړي، سره له دې چې د هغوی د پیژندلو او ایستلو لپاره اړینې اسانتیاوې نشته.
د نړیوالو اړیکو یو شمیر شنونکي وايي چې دوی د اوربند د تړون په چوکاټ کې د اسراییل د ژمنو په اړه شکمن دي او باور لري چې لویو قدرتونو لا تر اوسه په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ریښتینی او اغیزناک پلان نه دی وړاندې کړی.
د دوی په وینا، د ټرمپ د سولې طرحه نشي کولی په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو حل وي او دا تر ډیره د فلسطین او غزې د عامه افکارو د غولولو لپاره جوړه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ پېښه کې، اسراییلي پوځ نن د غزې تړانګې په منځ کې د البریج کمپ ختیځ کې بریدونه ترسره کړل او هم مهاله یې د غزې په ختیځ کې د الشجاعیه په ګاونډ کې د فلسطینیانو کورونه ویجاړ کړل او د دوی جنګي الوتکو د خان یونس په سویل ختیځ کې هم ځینې سیمې په نښه کړې.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، په غزې تړانګه کې د مړو شمیر ۶۹ زره او ۷۵۶ تنو ته رسیدلی او په ټوله کې په دې تړانګه کې د ټپیانو شمېر ۱۷۰ زره او ۹۴۶ تنو ته رسیدلی دی.
دغه راز د اوربند له ټینګیدو راهیسې، د اسراییل د بریدونو له امله ۳۳۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۷۱ نور ټپیان دي.
