سعودي عربستان: غزه کې د اسراییلي رژیم کړنې وحشیانه دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پر غزې د اسراییل د بریدونو د زیاتیدو په اړه د نړیوالو نیوکو په دوام، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د اسراییل په پرله پسې بریدونو نیوکه وکړه او وویل چې نړۍ په غزه کې د اسراییل د وحشیانه کړنو شاهده ده. نوموړي ټینګار وکړ چې دا کړنې د سیمې امنیت ګواښي او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

فیصل بن فرحان دې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړې: «د اسراییل کړنې په بشپړه توګه په خپله خاوره کې د فلسطینیانو تاریخي او قانوني حقونه له پامه غورځوي او د دوی مشروع حقونه له منځه وړي. د جنګي جرمونو او نسل وژنې د زیاتوالي په ګډون د اسراییل د تیري او سرغړونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بې پروايي په سیمه او نړۍ کې د بې ثباتۍ لامل کیږي او خطرناکې پایلې لري.»

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې، د یو شمیر هېوادونو له لوري د فلسطین په رسمیت پیژندلو هرکلی وکړ، او دا یې د دوه دولتونو د حل لارې د پیاوړتیا او د عادلانه او تلپاتې سولې د لارې د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وباله.

په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په نړیواله ټولنه نیوکه وکړه چې د فلسطینیانو د ډله‌ییزې سزا په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.  نوموړي دغه راز وویل چې د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړې د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د فلسطیني دولت جوړېدو په اړه د یوې کودتا خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده: «په غزه کې د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا مخنیوي ته هیڅ پاملرنه نه کیږي. نن ورځ موږ په اغیزناکه توګه د یوې کودتا له هڅې سره مخ یو چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني دولت د جوړولو پریکړه له منځه یوسي. د داسې وضعیت د مخنیوي لپاره باید بیړني اقدام وشي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د ایران پر وړاندې د لویدیځ بندیزونو ته اشاره وکړه او وویل چې دا غیرقانوني دي. نوموړي د اسراییل او ایران ترمنځ جګړې ته هم اشاره وکړه او وویل چې د ایران پر وړاندې د نویو بریدونو ګواښ شته.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه باندې د اسراییل د بریدونو له امله تر اوسه څه باندې ۶۵ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته مهال د امریکا ولسمشر وویل چې د غزې په اړه د منځني ختیځ له هېوادونو سره رغنده خبرې روانې دي، خو حماس غورځنګ الجزیرې ته ویلي چې دوی تر اوسه د ټرمپ د حکومت له لوري کومه طرحه نه ده ترلاسه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *