د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنکسي وایي، چې اوکراین د امریکا متحده ایالتونو له پوځي ملاتړ پرته د روسیې پر وړاندې جګړې ته دوام نشي ورکولی.
زلنسکي دا څرګندونې پرون (جمعه د سلواغې ۲۶مه) د آلمان مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډو کې له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کړې دي.
نوموړي د دې مرکې په یوه برخه کې ویلي: “تاسو سخت شرایط وینئ، موږ د امریکا متحده ایالتونو له ملاتړ پرته د ژوندي پاتې کېدو کم چانس لرو”.
د اوکراین ولسمشر همداراز ټینګار کړی، چې د جګړې پایته رسولو په پار، یوازې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کوي، نه د هغه هيواد له کوم بل سیاسي او پوځي چارواکي سره.
رویټرز خبري آژانس هم راپور ورکړی، چې ښاغلي زلنسکي د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډو کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له امریکا او اروپا سره یوې ګډې هوکړې ته تر رسېدو وروسته، یوازې له یوه کس (پوتین) سره خبرې کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د اوکراین جګړې پایته رسولو په اړه ټلیفوني خبرې کړې وې.
اسوشېټېډپریس خبري آژانس هم د امریکا د دفاغ وزیر پیټ هګښټ له خولې راپور ورکړی و، چې اوکراین دې د روسیې له لوري د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو او همداراز له ناټو سره د یو ځای کېدو په تمه نه اوسي.
