رویټرز: ښایي امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو دفتر وتړل شي

رویټرز خبري آژانس د باوري سرچينو له قوله راپور ورکړی چې سپينې ماڼۍ او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د هغه دفتر د تړلو امر کړی، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د څار مسوولیت یې پر غاړه و.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغه دفتر مسوولينو ته ویل شوي، چې باید د روان میلادي کال تر اپرېل میاشتې د خپل دفتر د تړل کېدو پلان چمتو او بهرنیو چارو وزات ته وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د دې امر په عملي کېدو سره به، نږدې دوه سوه زره هغو افغانانو قضیې رد شي، چې امریکا ته د تللو په تمه وو.
د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو یو تن ملاتړي دې خبري آژانس ته ویلي، چې د دې پروسې په درېدو سره به، د افغان-امریکایي پوځي پرسونل د کورنیو غړي، ماشومان، د هغو افغانانو خپلوان چې په امریکا کې مېشت دي او همداراز لسګونه زره هغه افغانان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، امریکا ته له ورتګ محروم شي.

شان ونډایور، چې د «افغان ایواک» تر نامه لانډې د افغانانو د بیا میشتېدو د ملاتړ بنسټ اېښودونکی دی، د دې خبر په غبرګون کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: (د دې دفتر تړل یوه ملي رسوايي، زموږ د افغان متحدینو، زموږ د پخوانیو سرتېرو، او د امریکا د ژمنو سره خیانت دی.)

خو تر اوسه سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه ده کړې.
امریکا ته د ا افغانانو د تخلیې او بیا میشتېدو پروسه وروسته له هغه وځندول شوه، چې د امریکا ولسمشر د ناقانونه ګډوالو د ایستلو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شو او په دې موده کې به د شویو لګښتونو ارزونه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د افغانانو د بیا میشتېدو د همغږۍ دفتر، په ۲۰۲۱ میلادي کال آګست میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جوبایډن له لوري رامنځته شو، څو هغه افغانان چې له امریکا سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه، دې هېواد ته انتقال کړي.
دغه دفتر د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې خپل فعالیتونو پراخ او هغه افغانان یې هم د لېږد په پروسه کې شامل کړل چې د کډوالۍ قضیې یې ترلاسه کړې وې او تر دې یې دمه شاوخوا ۱۱۸ زره کسان امریکا ته لېږدولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد