ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات غنیمت او د اسلامي امارت حق دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات اسلامي امارت ته د غنیمت په توګه پاتې شوي او دا چې امریکایي چارواکي یې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي، دا یوازې احساساتي خبرې دي.
ښاغلي مجاهد له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د امریکایي چارواکو د دې غوښتنو په غبرګون کې زیاته کړې: «امریکایانو شل کاله افغانستان اشغال کړ، خلک یې ووژل، ویجاړۍ یې جوړې کړې، د افغانستان د پرمختګ مخه یې ونیوله، نو که د حساب ورکولو خبره وي، امریکا باید حساب ورکړي.»
د اسلامي امارت ویاند، د بګرام هوایي هډې په اړه د امریکایي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې زیاته کړه: «بګرام هوایي هډه د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، په افغانستان کې یو وسله‌وال چینایي هم شتون نه لري، امریکایي چارواکي دقیق معلومات نه لري.»
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه: «یو شمېر هېوادونه له امریکا سره ځینې تړونونه او نزاکتونه لري، هغوی د امریکا ټنډې ته ګوري، له همدې امله اسلامي امارت سره رسمي تعامل نه کوي.»
هغه همداراز په ډاګه کړې: «اسلامي امارت دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې فعالې سیاسي نمایندګۍ لري او قونسلي خدمات وړاندې کوي.»
د ښاغلي مجاهد په خبره: «اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ښه تعامل لري او له اروپایي او لویدیځو هېوادونو سره هم د تعامل په لټه کې دی.»
ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه کې ویلي: «د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ رسمي تعامل د ټولو په ګټه دی، کابل غواړي چې د اسلامي شریعت او متقابل احترام په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري.»
ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده: «له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره هېڅ خنډ نشته، او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي: «اسلامي امارت په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او په خبره یې، افغانستان کې اوس د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي.»
نوموړي په دې مرکه کې همداراز له ازبکستانه غوښتنه کړې چې د افغانستان چورلکې بېرته اسلامي امارت ته وسپاري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد