د اوکراین جګړې د پایته رسولو په پار د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د اوکراین دولت له ګډون پرته د روسي او امریکایي چارواکو وروستۍ ناستې د ډونالډ ټرمپ او ولادمیر زلنسکي ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې دي.
ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره سم، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وویل، چې د اوکراین له حضور پرته، د سولې هېڅ ډول هوکړه نه مني؛ خو د امریکا ولسمشر بیا د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ لومړۍ ناسته ګټوره بللې وه او د اوکراین ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې یې ویلي وو، چې هغه (زلنسکي) درې کاله کافي فرصت درلود او باید په دا موده کې یې جګړه ختمه کړې وای.
ټرمپ همداراز پرون (چهارشنبه، کب لومړۍ) په تروت سوشیال شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې اوکراین جګړه پیل کړې او د ولادمیر زلنسکي نور د خپلو خلکو په منځ کې محبوبیت نه لري. نوموړي زلنسکي یو «بریالی کمډین» او «له ټاکنو پرته دیکتاتور» یاد کړی دی.
د ټرمپ دغو څرګندونو ته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي پرون د یوه خبري کنفرانس پر مهال توند غبرګون وښود. ښاغلي زلنسکي ویلي، چې ټرمپ د روسیې له لوري د «ناسمو اطلاعاتو» په دام کې لوېدلی او ټینګار یې کړی چې د سولې د هوکړې په ترڅ کې خپل هېواد نشي پلورلی او نه به هم د خپل هېواد طبیعي سرچینې د امریکا د پوځي مرستو په بدل کې د یاد هېواد په واک کې ورکړي.
د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې بې ځوابه پاتې نشوې او د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس یې په اړه توند غبرګون وښود. ښاغلي ونس له برېټانوي ډیلي میل ورځپاڼې سره په مرکه کې د اوکراین ولسمشر ته خبرداری ورکړ، چې رسنیو کې د امریکا ولسمشر په اړه بدې خبرې به سرچپه پایلې ولري.
ښاغلي ونس ویلي: «هر څوک چې له ولسمشر ټرمپ سره آشنا وي، پوهېږي چې دا نظر، چې زلنسکي دې د عامه رسنیو له لارې د ولسمشر نظر بدل کړي، د امریکا له حکومت سره د تعامل تر ټولو سخته لار ده.»
د روسیې او اکراین ترمنځ جګړه کې د امریکا له شاته کېدو او د ډونالډ ټرمپ او ولادمیر زلنسکي له لفظي شخړو وروسته، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون (چهارشنبه، کب لومړۍ) د اروپایي هېوادونو د مشرانو دویمه ناسته را وبلله، چې ډېری ګډونوالو په انلاین بڼه پکې برخه اخیستې وه.
له دې ناسته وروسته د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې د ناستې ګډونوالو هوکړه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکوي او له د سولې له داسې هوکړې ملاتړ کوي، چې وکولی شي په سیمه کې دایمي سوله او امنیت تضمین کړي.