د ټرمپ څرګندونو ته د ایران ځواب؛ آیا بله څپېړه به تر دې هم کلکه وي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران مشر وروستیو څرګندونو ته، چې ګواکې ایران په جګړه کې د اسراییل او امریکا پر وړاندې بریالی شو، غبرګون ښودلی دی. ښاغلي ټرمپ خبریالانو سره یوه ناسته کې ویلي، چې ایران په دې جګړه کې نه دی بریالی شوی.

د امریکا ولسمشر ویلي:«غواړم د آیت‌الله پرونیو څرګندونو ته ځواب ورکړم، چې ویلي وو، (موږ جګړه وګټله) او زه وایم چې ګوره ته د یوه قوي اېمان څښتن یې، هغه سړی یې چې په خپل هېواد کې دې زیات درناوی کېږي، ته باید حقیقت ووایې، تاسو محاسبه شوې ماتې وخوړه او اسراییل هم ضربه ولیده، دواړو خواوو ضربه ولیده.»

ډونالډ ټرمپ په دې ناسته کې همداراز زیاته کړې، چې که ایران د امریکا د اندېښنې تر کچې یورانیم غني کړي، نو بیا به یې پر اټومي تاسیساتو بریدونه وارزوي؛ خو دا پلو بیا د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټرمپ دغو جنجالي څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د میلیونونه ایرانیانو زړونه ماتوي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «که ټرمپ د هوکړې غوښتونکی وي، نو باید زموږ د مشر پر وړاندې خپله ژبه نرمه او له غیر محترمانه څرګندونو ډډه وکړي او د هغه د میلیونونو ملاتړو زړونه مات نه کړي.» د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز زیاته کړې: «د ایران خلکو نړۍ ته وښوده، چې اسراییلي رژیم زموږ له توغندیزو بریدونو، له تېښتې پرته بله لار نه درلود، ګواښ او سپکاوی هېڅکله ورته د منلو نه دی.»

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی امیر سعید ایرواني، د دغه سازمان سرمنشي، امنیت شورا مشر او د یاد سازمان د عمومي مجمع رییس ته په یوه لیک کې له هغوی غوښتنه کړې، څو د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل ګواښونه په کلکه وغندي او واشنګټن او تل‌ابیب د وروستیو اقداماتو له امله وپوښتي.

ښاغلي ایرواني په دې لیک کې په ډاګه کړې: «د اسلامي انقلاب مشر پر وړاندې د صهیونستي رژیم او امریکا ګواښونه، د دولتي ترهګرۍ ښکاره بېلګې دي، له امنیت شورا غواړو، چې د دا ډول جنایت کوونکو او پاروونکو څرګندونو پر وړاندې عمل وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران مشر علي خامنه‌یي اسراییل سره تر جګړې وروسته، د خپل هېواد د بریا ستاینه کړې وه او ویلي یې وو، چې اسراییلي رژیم د ګڼو ادعاوو او غوغاوو سره سره، د ایران تر سختو ګوزارونو لاندې او کابو له پښو ولوېد. د ایران مشرپه خپل پیغام کې امریکا هم ایران سره د جګړې مستقیم اړخ بللی و او زیاته کړې یې وه، چې واشنګټن د اسراییلي رژیم د بشپړ ویجاړي د مخنیوي په پار د جګړې ډګر ته د ننه شو، خو په خبره یې امریکا هم په دې جګړه کې لاسته راوړنه نه درلوده او د ایران له لوري سخته څپېړ ورکړل شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد