د ټرمپ خبرداري ته د تهران غبرګون؛ هر عمل ورته عکس‌العمل لري

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې په ۲۴مه ورځ، د جګړې ډګر نه یوازې ارام شوی نه دی بلکې په ډیر شدت سره جګړه دوام لري؛ د هر ساعت په تېرېدو سره، د شخړې په اړه اندیښنې  نورې هم زیاتېږي. د هرمز تنګي د بیا پرانستلو لپاره د ډونالډ ټرمپ وروستی ضرب‌الاجل نږدې کیږي. ټرمپ د اسراییلو له ۱۳ چینل سره په یوه مرکه کې، یو ځل بیا خپل دریځ تکرار کړ او له دې نېټې د احتمالي شاکت په ځواب کې یې د نږدې پایلو په اړه خبرې وکړې.

ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې زیاته کړه: «تاسو به ډېر ژر پوه شئ چې د برېښنا سټېشنونو سره به څه پېښ شي. پایله به یې ډېره ښه وي. د ایران بشپړه ویجاړتیا به رامنځته شي او دا به ډېر ښه کار وي . د ناټو هېوادونه هېڅ نه کوي، دا ډېره د شرم خبره ده.»

د ټرمپ دغو څرګندونو ته ایراني چارواکو سمدستي غبرګون ښودلی دی. د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان دا ګواښونه د نا امیدۍ نښه وبلله او د هر ګواښ په وړاندې یې پر  پرېکنده ځواب ټینګار وکړ.

ښاغلي پزشکیان د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړه: «له نقشې څخه د ایران لرې کول یو خیال دی. دا ډول څرګندونې د تاریخ جوړونکي ملت د ارادې په وړاندې نا امیدي او بې وسي ښیي. ګواښونه او ترهګري د ایران خلک سره متحد کوي. د هرمز تنګی د ټولو هېوادونو د کښتیو لپاره خلاص دی پرته له هغو هېوادونو چې د ایران په خاوره برید کوي.»

مطالب بیشتر:  امر بالمعروف وزارت د اوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنې ته غبرګون وښود

په ورته وخت کې د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړ چې د ایران په مهمو زیربناوو هر ډول برید کولی شي په ټوله سیمه کې پراخې او نه بدلیدونکې پایلې ولري. قالیباب په دې اړه زیاته کړه: «زموږ په هېواد کې د بریښنا فابریکو او زیربناوو په نښه کولو سمدلاسه وروسته، په ټوله سیمه کې مهم زیربناوې او د انرژۍ او تېلو زیربناوې به مشروع هدفونه وګڼل شي او له  منځه به یوړل شي.»

بل پلو، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر عراد او دیمونا سیمو د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته، چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته، وویل چې اسراییلو یوه سخته شپه تېره کړه. هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:  «موږ د خپل راتلونکي لپاره په جګړه کې ډېره سخته شپه تېره کړې ده. موږ هوډمن یو چې په ټولو جبهو کې پر خپلو دښمنانو برید وکړو.»

په ورته وخت کې، نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ایران سره د امریکا جګړه یوه غلطه محاسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د عراق د جګړې برعکس، دا ځل د پوځي شتون لپاره حتا یو روښانه هدف هم نشته. د ورځپاڼې په وینا، د دې جګړې په اړه خپاره شوي توجیهات متضاد دي او امریکایي ځواکونه په سمه توګه نه پوهیږي چې دوی د څه لپاره جګړه کوي.

د ټرمپ د وروستي ضر‌ب‌الاجل په رانږدې کېدو سره، د بریدونو تبادله دوام لري، او تهران د پرېکنده ځواب خبرداری ورکوي او دا مهال سیمه د یوې پرېکنده شیبې په درشل کې ده؛ چیرې چې هر ډول پریکړه کولی شي د جګړې اورونه لا تازه کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *