د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د سولې په پلمه د جګړې له ډګره تېښته

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د تېرې جمعې په ورځ (غویي ۲۶مه) اوکرایني او روسي چارواکي د جګړې له پیل وروسته، د لومړي ځل لپاره د ترکیې په منځګړیتوب په ستانبول ښار کې سره مخامخ شول. که څه هم داسې تمه کېده، چې په دې غونډه کې به د روسیې او اوکراین ولسمشران سره وګوري، خو د تمې خلاف کله چې ډونالډ ټرمپ په دې ناسته کې د نه ګډون اعلان وکړ، روسانو هم یو ټیټ‌پوړی پلاوی ستانبول ته واستاوه او هغه تمې چې له دې غونډې کېدې ترلاسه نه شوې.

د غونډې له پای‌ته رسېدو یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د روانې اونۍ دوشنبې (غویي ۲۹مه) به له خپل روسي سیال سره د اوکراین معضلې په اړه مفصلې خبرې وکړي. د ټرمپ او پوتین ترمنځ خبرې اترې د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې پیل او څه د پاسه دوه ساعته یې دوام وکړ. د امریکا ولسمشر له ټلیفوني مکالمې وروسته پر «ټروټ سوشال» شبکه ولیکل، چې له پوتین سره یې ټلیفوني مکالمه عالي وه او زیاته یې کړه، چې روسیه او اوکراین به ډېر ژر مخامخ خبرې اترې پیل کړي، چې موخه به یې د جګړې پای‌ته رسول او د وینو ویالو درېدل وي. هغه په دې اړه ویلي: «روسیه لېواله ده، د جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته، متحده ایالتونو سره پراخه سوداګري پیل کړي او زه له دې چارې ملاتړ کوم. دا د مسکو لپاره د کارموندنې او پانګونې لپاره لوی فرصت دی. اوکراین هم کولی شي، چې د خپل هېواد بیارغونې پر مهال، له سوداګرۍ زیاته ګټه پورته کړي.»

په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له خپل امریکایي سیال سره دوه ساعته ټلیفوني خبرې ګټورې، روښانه او مانا لرونکې بللې او د مذاکراتو د ملاتړ له امله یې له ټرمپ مننه کړې ده. ټاس خبري آژانس د پوتین په حواله راپور ورکړی، چې اوکراین سره د اوربند هوکړه هله ممکنه ده، چې مشخص تفاهم موجود واوسي.

ها خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ټرمپ سره تر ټلیفوني خبرو وروسته ویلي چې هېواد یې له روسیې سره بشپړ او له ځنډ پرته اوربند ته چمتو دی. هغه زیاته کړې کیف له مسکو سره د مستقیمو خبرو لپاره هر ډول شرایطو ته چمتو دی. نوموړي پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیوي پیغام کې زیاته کړې، چې په یوه ورځ کې يې دوه ځلې له ټرمپ سره خبرې کړې، او ټینګار یې کړی، چې که روسیه جګړه او وژنې ته دوام ورکړي، نو له سختو فشارونو او بنډیزونو سره به مخ شي.

د امریکا ولسمشر له  پوتین او زلنسکي سره تر ټلیفوني خبرو وروسته، د دې خبرو جزیات له خپلو اروپایي متحدینو سره هم شریک کړي دي. د فرانسې ولسمشر مانۍ «الیزه ماڼۍ» اعلان کړی، چې ټرمپ مکرون او یو شمېر نور اروپایي ملګري له پوتین سره د ټلیفوني مکالمې له جزیاتو خبر کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د اوربند ټینګښت په موخه د روسیې شرطونه څه دي؟

څرنګه چې د اوکراین جګړه، ناټو ته د اوکراین نږدې کېدو، د کریمیا ټاپو پر سر له مسکو سره ناندرۍ او د لوېدیځوالو په اشاره د اوکراین خاوره د روسیې پر وړاندې کارولو له امله پیل شوه؛ نو تر هغو چې مسکو دا موخې نه وي ترلاسه کړې، د جګړې درېدل او اوربند ته رسېدل ناشوني دي. که څه هم ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدو خوبونه ناسم تعبیر شول او ان تر دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی، خو پر دې سربېره، امریکا او ملګري یې اوس له دې جګړې د تېښتې په پلمه چمتو دي د روسیې له لوري د اوکراین لاندې شوې سیمې هم مسکو ته ډالۍ کړي.

سره له دې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون (دوشنبه، غویي ۲۹مه) د روسیې هغه غوښتنه، چې ګواکې د دوی ځواکونه دې له ختیځو او سویلي سیمو، چې مسکو یې له روسیې سره د یو ځای کېدو غوښتونکی دی، رد کړه. خو روسیه به د امریکا او نورو لوېدیځوالو په لوبولو سره نه یوازې، چې دا موخه ترلاسه کوي، بلکې د اوکراین له لوري به ټولو هغو ګواښونو ته د پای ټکی ږدي، چې راتلونکي کې ترې وېره لري. تر هغو چې د پوتین ټول شرطونه ونه منل شي، اوکراین سره د سولې او اوربند هوکړه د خوب لیدل دي.

اوکراین چې د امریکا او ناټو په لمسون یې روسیې سره جګړه پیل کړه، اوس همغو ملګرو نه یوازې چې د روسیې پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښی، بلکې د مذاکراتو په مېز هم د کیف په پرتله د مسکو لوړه وایي. د اوکراین ملګري په دې پوهېږي، چې د پوتین پر وړاندې مقاومت ورته سخت دی. دوی اوس له دې جګړې د تېښتې پلمه لټوي، خو دا چاره په اسانۍ ممکنه نه ده، دوی چې په دې جګړه کې ښکېل دي، دوې لارې لري: لومړی دا چې د پوتین غوښتنو ته به لبیک وایي او رسماً‎ به تسلیمېږي. یا دا چې د خپل نړۍوال حیثیت ساتلو په پار به، پر روسیه فشار راوړي او په پوځي ډګر کې به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد