آفاق خبري آژانس؛ کابل: د وینزویلا او متحده ایالاتو ترمنځ شخړه د تیلو سرچینو په اړه د سیالۍ، سیاسي شخړو او جیوپولیتیک سیالۍ ترکیب دی. دې عواملو په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې کړې دي.
د تیلو سیالۍ په سکتور کې، وینزویلا، چې په نړۍ کې د تیلو د لویو زیرمو لرونکی هېواد دی، د تیلو سکتور کې د امریکایي شرکتونو د نفوذ مخه نیولې ده او امریکا یې غبرګون کې پر دغه هېواد د تیلو او مالي بندیزونو په لګولو سره پراخ اقتصادي فشار رواړی دی.
په سیاسي سکتور کې، امریکایي حکومتونه د وینزویلا حکومت سوسیالیستي او د امریکا ضد پالیسۍ په لاتینې امریکا کې د دوی ګټو ته ګواښ ګڼي. هغه چاره چې د مادورو حکومت یې د خپل هیواد په چارو کې لاسوهنه ګڼي.
متحده ایالات د ټاکنو او سیاسي مشروعیت په برخه کې د مادورو حکومت په ټاکنیزو درغلیو، د بشري حقونو د سرغړونو او د مخالفینو پر ځپلو تورن کړی دی او په ځینو مواردو کې یې حتا “خوان ګوایدو” د لنډمهاله ولسمشر په توګه پیژندلی دی.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف یو بل ټکی له کیوبا، روسیې، چین او ایران سره د ونزویلا نږدې اړیکې دي. دا نږدې والی د امریکا له سیمه ییزو پالیسیو سره په ټکر کې دی او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.
د سختو لفظي شخړو په لړ کې، ټرمپ له مادورو سره ټيلفوني اړیکه نیولې، شکرانې له رخصتۍ څخه سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو پر مهال ځانګړې الوتکه کې دې پوښتنې ته چې آیا له مادورو سره به خبرې وکړي داسې ځواب ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:« زه نه وایم چې ښه یا بده وه، دا یوه ټیلفوني اړیکه وه، نه غواړو بیا یې ووایم.»
په ورته مهال، امریکایي میامي هرالډ ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله لیکلي چې ټرمپ مادرو ګواښی څو ژر تر ژره له واکه ګوښه شي او د خپل ځان په ګډون د کورنۍ ژوند خوندي کړي.
ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د دویم ځل لپاره واک ته له رسېدو وروسته، د ځینو هېوادونو پر وړاندې د زور او ګواښ له تګلارې ګټه پورته کوي.
نوموړی لومړی ایران وګواښه او د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې په لړ کې یې له اسراییل څخه په ملاتړ په مستقیم ډول له ایران سره جګړه کې ښکیل شو.
وروسته یې د نایجریا دولت وګواښ چې که د مسیحیانو د وژنې اجازه ورکړي، امریکا کولی شي د دغه هېواد پر وړاندې نظامی اقدام وکړي.
په وروستي مورد کې یې په سویلي افریقا کې ونزویلا هېواد پر نظامي برید وګواښه.
د نړیوالو چارو شنونکي باور لري چې ونزویلا کې د امریکا جګړه د تیلو پر سرچینو ده او ټرمپ نړۍ ته د سوداګرۍ او معاملې په سترګه ګوري.
د دوی په وینا، زور ویل او پر برید ګواښل پایله نه ورکوي او د مسایلو د حل غوره لاره خبرې اترې دي.
مادرو په امریکا کې له درنو تورونو لکه د نشه يي توکو له قاچاق، فساد او ترهګرۍ سره مخ دی او د نیولو لپاره یې ۵۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې ده.
د امریکا دولت وروستیو میاشتو کې د مادرو پر دولت فشار زیات کړی او ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي وو چې امریکا به ډیر ژر د ونزویلا د نشه يي توکو د قاچاق بندولو لپاره ځمکنی عملیات پیل کړي.
دمګړۍ د امریکا ستره جنګي بیړۍ یو اس اس جرالډ فورډ د سمندري او ځمکنیو عملیاتو لپاره د ونزویلا سمندري څنډو ته نږدې ځای پر ځای شوې، هغه چاره چې د کاراکاس پر جدي اندېښنې بدله شوې ده.
