د نړۍوالو غندنو دوام؛ امنیت شورا پر قطر د اسراییل برید پاروونکی وباله

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر قطر د اسراییلي رژیم د برید په غبرګون کې پرون ناوخته (پنجشنبه وږي ۲۰مه) د دې پېښې په اړه بېړنۍ غونډه را وبلله او اعلامیه یې خپره کړه. په دې ناسته کې د امنیت شورا ټولو غړو هیوادونو دا برید وغنده. که څه هم په بیانیه کې د اسراییلو نوم نه دی اخیستل شوی، خو ټولو ۱۵ غړو دا بیانیه لاسلیک کړې او په سیمه کې یې د پاروونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې رزماري دی‌کارلو، په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې دا برید د قطر پر حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې رزماري دی‌کارلو په دې غونده کې ویلي: «پر دوحه د اسراییلو برید ښایي یو نوی، خطرناک او له جنجاله ډک فصل پرانیزي، چې د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي»

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، اسراییلي رژیم په دې تورن کړ چې غواړي د غزې د جګړې د ختمېدو روان بهیر منحرف کړي، خو ټینګار یې وکړ چې قطر د مشروع غبرګون حق لري. محمد بن عبدالرحمن آل ثاني دې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه: «قطر به هیڅکله پر خپل حاکمیت یا امنیت تېری ونه زغمي، او د نړیوالو قوانینو له مخې د مشروع غبرګون حق خوندي ساتي.»

د چین او روسیې استازو د اسراییلو دا عمل “کرکجن” او “بې‌مسؤلیته” وباله او په فزیکي توګه یې د سیاسي مشرانو له منځه وړل “جنایت” بللی دی. امنیت شورا کې د چین دایمي استازي فو کونگ په دې اړه وویل: «دا کرکجن عمل د اسراییلو له بد نیت، بې‌مسؤلیته چلند او د خبرو اترو د بهیر له قصدي سبوتاژ څخه سرچینه اخلي.»

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلی نبنزیا بیا د دې برید په اړه زیاته کړه: «په فزیکي توګه د سیاسي او نظامي مشرانو له‌منځه وړل نه یوازې یو جنایت دی، بلکې د متمدن تعامل اصولو ته سپکاوی هم دی، او کولی شي په سیمه کې له کنټروله وتلي کړکېچونه رامنځته کړي.»

ملګرو ملتونو کې بیا د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد، دا پېښه غیرقانوني بللې او دا یې د قطر پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی دی. د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني، د اسراییلو دا تېری وغنده او د قطر د مشروع دفاع له حقه یې ملاتړ وکړ. عاصم افتخار احمد یادې غونډې ته په وینا کې وویل: «دا پاروونکی برید د قطر د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی او د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې عمل دی.»

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني دې غونډې ته د وینا پر مهال د قطر له مشروع حقه په دفاع ویلي: «ایران په پرېګنده توګه د قطر دولت د مشروع دفاع له حقه، د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، ملاتړ کوي او دا هیواد د خپل ولس، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره د هر ډول سیاسي، ډیپلوماټیکو او حقوقي اقداماتو حق لري.»

په دې غونډه کې د امریکا څوکۍ سرپرستې دوروتي شیا پر قطر د اسراییل برید خواشینوونکی بللی، خو د اسراییلي رژیم دا کړنه یې نه ده غندلې؛ اما برعکس د فرانسې او برېټانیا استازو بیا دا برید غندلی او د نړۍوال قانون خلاف عملی یې بللی دی. د ویلو ده، چې پر قطر د اسراییلي رژیم د برید په غبرګون کې د امنیت شورا غونډه د الجزایر، سومالیا، پاکستان، فرانسې او برېټانیا په غوښتنه جوړه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *