د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت دوو چارواکو ته د سفر معافیت ورکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت دوو چارواکو ته د سفر معافیت ورکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو ته د سفر معافیت ورکړی دی.
امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بنډیزونو کمېټې د فبرورۍ په اوومه نیټه، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لپاره د سفر معافیت صادر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دا معافیت هغه ته اجازه ورکوي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له نهمې نیټې څخه د مارچ تر درېیمې (د سلواغې ۲۱مې څخه د حوت ۱۳مې) پورې د درملنې په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د بنډیزونو کمېټې د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د افغانستان د مرکزي بانک رییس احمد ضیاء آغا ته هم د سفر معافیت ورکړی دی.

د امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې، احمد ضیاء آغا کولی شي د فبرورۍ له ۱۹مې تر ۲۱مې نیټې په روسیه کې په مالي چارو کې د سایبري آمنیت یا “اورالز” تر نامه لاندې کنفرانس کې، ګډون وکړي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ته هم اجازه ورکړې وه چې د جنورۍ له ۲۳مې، د فبرورۍ تر ۳مې پورې د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي.

دا معافیتونه داسې مهال صادرېږي، چې د اسلامي امارت څه د پاسه ۲۴ لوړپوړو غړو نومونه لا هم د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او امریکا په تور لېست کې شامل دي.
که څه هم اسلامي امارت په ځلونو له تور لیست څخه د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې، خو د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره، نه یوازې چې دا نومونه نه دي ایستل شوي، بلکې د ځینو نورو کسانو نومونه هم تور لیست ته ور زیات شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد