د قطر امیر د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره ولیدل

د قطر امیر د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره ولیدل

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، پرون (شنبه، کب لومړۍ) په یوه رسمي سفر تهران ته تللی، چې د ایراني چارواکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د قطر امیر د ایران له مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي، د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکيان او د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په جلا-جلا توګه لیدلي دي.

د راپورونو له مخې، د قطر امیر له ایراني چارواکو سره د سیمې او نړیوالو موضوعاتو ترڅنګ، د تهران – دوحې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخوالي په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، علي خامنه‌اي ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي پالیسي ده.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم د سیمې ځانګړو شرایطو ته په اشارې سره ویلي، چې دا شرایط د هیوادونو ترمنځ لا زیاتو همکاریو ته اړتیا لري.
د قطر امیر ویلي: «ایران او قطر له پخوا دوستانه او نږدې اړیکې لري، که څه هم دا اړیکې وروستیو کلونو کې پراخې شوې، خو لا هم ټاکلې کچې ته نه دي رسېدلې.»
نوموړي همداراز ټینګار کړی: «موږ به هڅه وکړو چې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د کمیسیونونو له لارې، د دواړو هیوادونو تعاملات او راکړې ورکړې کچه ټاکلې موخې ته ورسوو. »

د دې تر څنګ، د قطر امیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې، د تهران او دوحې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي پزشکیان په دې خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د ایران او قطر ترمنځ د هوکړو عملي کېدل به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي او همداراز یې د سیمې او نړۍ په مسایلو، په ځانګړي ډول په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د قطر له رول هم مننه کړې ده.

باید وویل شي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ۱۴۰۳ کال د تلې په (۱۱مه) قطر ته سفر کړی و او د دغه هېواد له امیر سره یې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د آسیا همکاریو د خبرو اترو فورم (ACD) په غونډه کې هم ګډون کړی و.
په دې سفر کې د دواړو هیوادونو چارواکو د اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري، ښوونیزو او ورزشي همکاریو په برخو کې شپږ سندونه او هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد