د فلسطینیانو د قربانیو پایله؛ څلورو اروپایي هېوادونو فلسطین په رسمیت وپېژانده

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د فلسطین د رسمیت پیژندنې په اړه د څلورو اروپايي هېوادونو پریکړې ته غبرګونونه، په وروستیو ورځو کې په منځني ختیځ کې سیاسي معادلې د ادلون بدلون په حال کې دي. دغه وضعیت ته په پام د فلسطین د رسمیت پیژندنې لپاره د بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال تاریخي پریکړه نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.

دا ګام چې د مهمو سیمه ییزو لوبغاړو له هغې ډلې سعودي عربستان، چین او فلسطیني بنسټونو لکه د حماس غورځنګ او فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر له هرکلي سره مخ شوی، کولی شي په سیمه کې د دیپلوماسۍ او بدلونونو د پیل نوی څپرکی وي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له دې پریکړې په هرکلي سره ویلي چې د فلسطین په رسمیت پیژندنه د نړیوالو پریکړه لیکونو له مخې د دوو هېوادونو د حل لارې او سولې بهیر د ملاتړ او پر مخ وړلو لپاره د ملګرو هېوادونو جدي ژمنتیا څرګندوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «ریاض هیله من دی چې نور هېوادونه هم په ورته ګامونو سره سولې ته د رسېدو لپاره د فلسطینیانو هیمشنۍ هیله ریښتنې کړي.»

حماس غورځنګ چې په غزه کې له اسراییل سره د جګړې په ډګر کې په مبارزه بوخت دی د یادو هېوادونو له دې پریکړې هرکلی کوي او هغه د فلسطنیانو د حق په تصدیق کې مهم ګام ګڼي.

د حماس غورځنګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «په رسمیت پيژندل، د فلسطینیانو د حق، زموږ د خاورې او سپیڅلو مذهبي ځاینو په تصدیق کې او همدا رنګه د خپلواک هېواد په جوړولو کې چې پلازمېنه به یې بیت المقددس وي مهم ګام دی.»

د قطر بهرنیو چارو وزارت هم د بریټانیا، کاناډا، پرتګال او اسټرالیا له لوري د فلسطین په رسمیت له پيژندلو هرکلی کړی او هغه یې د فلسطینیانو بریا ګڼلې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې: «موږ له نورو هېوادونو هم غواړو چې ورته اقدام وکړي، په دې برخه کې ګام پورته کول نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا ده.»

چین د مهم سیمه ییز لوبغاړي په توګه نړیوالې ټولنې ته پیغام ورکړ چې باید فلسطین د شخړې په اړه له دریو اصلونو څخه پیروي وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په بیجنګ کې له خپل مراکشي سیال سره په لیدنه کې پر فلسطین د فلسطینیانو د حکومت کولو د اصل عملي کېدل اړین وبلل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ‌یي زیاته کړې: «د بشري ناورین د کمولو لپاره د سمدستي اوربند ډاډمن کول، په فلسطین باندې د فلسطینانو د واکمنۍ اصل پلي کول او د دوو دولتونو د حل لارې په کلکه ملاتړ کول. زور نه شي کولی سوله راولي او تاوتریخوالی امنیت نشي راوستلی.»

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس د دغو هېوادونو له پریکړې هرکلی کړی او هغه یې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره یو ګام ګڼلی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه چې لا ډير هېوادونه دې د فلسطین په رسمیت پیژندلو سره د دوو حکومتونو له حل لارې سره مرسته وکړي.

له دې ټولو سره سره تمې دا دي چې تر دې وروسته به ډیر هېوادونه فلسطین په رسمیت وپیژني، فرانسې هم ویلي چې په دې اړه به خپله پریکړه د ملګروملتونو په سازمان کې اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *