د غزې ناورین دریدو ناکامې هڅې؛ اسراییل له اوربند وروسته ۸۰ ځله سرغړونه کړې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له هغې تاریخي شیبې څخه لس ورځې تیریږي چې د حماس غورځنګ او اسراییل ترمنځ په غزه کې پر اوربند هوکړه وشوه، هغه هوکړه چې په دې تړانګه کې له دوه کلنې جګړې او وینې تویدنې وروسته د امریکا، قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره ترلاسه شوه.

اوس له دې اوربند څخه لس ورځې تیریږي، او دواړه لوري په ماتیدونکي وضعیت کې ورته ژمن پاتې شوي.

حماس غورځنګ دغه اوربند ته په ژمنیتا سره ویلي چې اسراییل په غزه کې له اوربند څخه څو ځله سرغړونه کړې ده.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د اوربند د هوکړې له پیل راهیسې، د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰ نور ټپيان دي.

د یاد بنسټ په وینا، اسراییل تر اوسه ۸۰ ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې خو اسراییل بیا ادعا کوی چې دا کسان یې له سرې کرښې په تیریدو سره موخه ګرځولي دي.

د غزې دولت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې:

۱- د اسراییل له لوري د اوربند ۸۰ ځله نقض ثبت شوی دی

۲- د اسراییل په تازه بریدونو کې ۹۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰ نور ټپیان دي

۳- اسراییل ادعا کوي چې دا کسان یې له سرې کرښې په تیریدو سره موخه ګرځولي

له هغه څو ساعاته وروسته چې د غزې روغتیایي چارواکو تایید کړه چې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله ۴۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل: « موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې له حماس سره اړیکې ډیرې سوله ییزې وي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دوی ډیر تیری کوونکي وو. دا موضوع به په سمه توګه حل شي. دا به په کلکه حل شي. »

د نړیوالو اړیکو ځینې شنونکي خبرداری ورکوي چې د اسراییل له لوري د هوکړې پراخ نقض به په سیمه کې د جګړې لامل شي.

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال د حماس او اسراییل ترمنځ د شوي اوربند په تړاو آفاق خبري آژانس ته وايي: «په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په یاده ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شاهدان وو او د شلو هېوادونو د مشرانو له لوري په مصر کې لاسلیک شو، خو یو ځل بیا هم د دواړو لورو له لوري نقض شو او د اسراییل په هوایي بریدونو کې څه باندې ۴۰ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ او دا د ټولې نړۍ د اندېښنې لامل شوی او له ملګروملتونو، ډونالډ ټرمپ او ښکیلو خواوو مو هیله دا ده چې د اوربند پر دواړو لورو فشار راوړي چې اوربند ته ژمن پاتې شي او په سیمه کې د بلې جګړې د پیل لامل دې نه جوړیږي.»

د نړیوالو چارو شنونکی ویس ناصري هم په دې تړاو داسې وایي: « په خواشنۍ سره دا اوربند د نتنیاهو او هغه د جنایتکار دولت د ژغورنې او د غزې پر خلکو د ژوي ظلم او وحشت او په غزه کې د نسل وژنې، سلګونه زره کسانو بې ځای کېدو د پټولو لپاره او ددې لپاره چې دې جنایتونو ته د پای ټکی کیښودل شي او د نتنیاهو حکومت په نړیوالو محکمو کې د برات ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ په منځګړیتوب سره وشو خو دا اوربند هیڅکله عملي نه دی او که اوربند عملي شي، د غزې بیا رغاونه وشي د غزې کلابندی ختمه شي او خلک له لوږې او بې وزلۍ وژغورل شي نو نړیوال حقوقي سازمانونه به د نتنیاهو او هغه د حکومت جنایتونو ته متوجه وي او دا به د نتنیاهو د دیکتاتورۍ پای وي او نتنیاهو هیڅکله اوربند ته ژمن نه دی او اسراییل د خپلو مړو د ترلاسه کولو لپاره لنډ مهاله اوربند کړی او که جګړه ختمه شي د نتنیاهو حکومت به هم پای ته ورسیږي او د جګړې دوام د نتنیاهو د حکومت د دوام په ګټه دی او هغه غواړي د جنایتونو، جګړې او ویجاړو په ترسره کولو سره څو ورځې نور هم حکومت وکړي.»

د اوربند د هوکړې له مخې، د غزې تړانګې نیمایي برخه لا هم د اسراییل تر کنټرول لاندې ده او رفح بندر لا هم تړلی دی او اسراییل د دغه بندر پرانیستل د یرغمل شویو د مړو په ورسپارلو پورې مشروط کړي.

خو حماس وايي، چې د رفح بندر تړل کېدل د وژل شویو د مړو سپارلو لړۍ ټکنۍ کوي او په وینا یې د دغه بندر له تړل کېدو سره تر خاورو لاندې د مړو د را ایستلو لپاره د لازمو تجهیزاتو ورتګ بندیږي.

له دې ټولو سره سره به ولیدل شي چې دا اوربند تر کوم ځایه دوام کوي او ایا کولی شي دایمي اوربند ته زړه ښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *