د غزې بې‌پایلې تراژیدي؛ د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ کسانو ژوند بایللی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسرائیلو پوځ، د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جګړې وزیر یسرائیل کاتس په امر او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشوره او هوکړه، یو ځل بیا د غزې پر تړانګه هوایي بریدونه پیل کړل.

فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې په دې تازه بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۳۴۲ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، ژوند بایللی، څه د پاسه ۴۰۰ ټپیان او سلګونه نور لا هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند دي.

د اسراییلو پوځ د نتانیاهو او دفاع وزیر یسرائیل کاتس په امر، یو ځل بیا ټوله غزه تړانګه تر بریدنو لاندې راوستې او سلګونه کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولې دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلي جنګي الوتکو په تازه بریدونو کې د غزې سویل خان یونس کې د بېځایه شویو کسانو پنډغالي په نښه شوي او په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملګي وګړو ژوند بایللی دی.

په راپورونو کې همداراز راغلي، چې اسراییلي جنګي الوتکو د خان یونس ختیځ، عبسان الکبیره ښارګوټي کې هم د فلسطیني وګړو استوګنیز کورونه بمبار کړي دي.

په همدې حال، د ‎اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز او د دغه هېواد د شاباک رییس، دا بریدونه د پلازمېنې تل‌ابیب له یوه پناه‌ځایه رهبري کړي دي. دوی خبرداری ورکړی، دا بریدونه به تر هغو چې لازمه وي، دوام ولري.

اسراییلي چارواکو په ډاګه کړې، چې دا بریدونه یې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشوره پیل کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې هم له فاکس نیوز شبکې سره خبرو کې ومنله، چې اسراییلي چارواکو پر غزې تړانګې د بریدونو په اړه ټرمپ سره مشوره کړې وه.

اسراییلي چارواکي: دا بریدونه به د جګړه‌ییزو موخو تر تحقق پورې دوام ولري.

د اسراییل لومړي وزیر دفتر ادعا کړې، چې د دې بریدونو موخه، د ټاکل شویو موخو تحقق دی، چې د دغه هېواد د کابینې له لوري ټاکل شوې دي. د لومړي وزیر دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: « کله چې حماس د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب رانکړ او د امریکایي استازي او منځګړو وړاندیزونه یې ونه منل، موږ د دوی پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړل.»

د اسراییلو د جګړې وزیر یسرائیل کاتس د دې بریدونو موخه د خپلو اهدافو ترلاسه کول یاد کړي او زیاته کړې یې ده: «موږ د جګړې ډګر ته ستانه شوو او دا جګړه به تر هغو دوام ولري، څو چې یرغمل شوي نه وي خوشي شوي او موږ خپلو موخو ته نه وو رسېدلي.»

حماس: اسراییل د دې بریدونو د پایلو مسوول دی

د دغو بریدونو په غبرګون کې حماس غورځنګ ویلي، چې دا یرغل د اسراییلي یرغمل شویو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او اسراییل به د دې جګړې د پایلو مسوول وي.

د حماس غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ نتانیاهو او صهیونیستي رژیم د دې وحشیانه بریدونو مسوول بولو، چې بې‌دفاع ملکي وګړي او محاصره شوي فلسطینیان یې د لوږې او وحشي جګړې ښکار کړي دي. نتانیاهو او افراطي کابینه یې د اوربند هوکړه نقض کړه او یرغمل شوي یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړل. موږ له نړیوالو منځګړو غواړو، چې نتانیاهو د دې هوکړې د نقض مسوول وګڼي.»

د اسلامي جهاد غورځنګ د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو په تړاو ویلي: «د نتانیاهو له لوري د جګړې د بیا پیل اعلان، زموږ د ولس ټول‌وژنې او جنایتونو زیاتوالي په معنا دي.»

اسراییلو داسې مهال پر غزه تړانګه تازه بریدونه پیل کړل، چې د اوربند هوکړې عملي کولو په پار هڅې له بن‌بست سره مخ شوې. اسراییلو د اوربند لومړي پړاو پایته رسېدو وروسته، د اوربند دویم پړاو ته غاړه کېنښوده او د شپږو اونیو لپاره یې د لومړي پړاو د تمدیدېدو غوښتنه وکړه، چې د حماس له لوري په کلکه رد او ورپسې د منځګړو هېوادونو هڅو هم پایله ورنه کړه.

په داسې حال کې چې حماس غورځنګ د اوربند اړوند د منځګړو هېوادونو تازه وړاندیزونو سره هوکړه کړې وه، آکسیوس امریکایۍ ویب‌پاڼې نن راپور ورکړی، چې د حماس له لوري د امریکا د متحده ایالتونو د وړاندیزونو ردول، د دې لامل شول، چې اسراییل پر غزه تړانګه بریدونه پیل کړي.

د دې خونړۍ جګړې لومړنۍ پایله دا ده، چې فلسطیني ماشومان یو ځل بیا د جګړې تر سیوري لاندې یتیمېږي، لوږه تېروي، په کوڅو کې د وینو ویالې جاري کېږي او د دوی هیلې د ورانو کنډوالو تر خاورو لاندې پاتې کېږي. دا تریخ انځور، نه یوازې د غزې د خلکو درد انځوروي، بلکې د سولې د دوامداره ناکامیو لپاره هم د خطر زنګ دی.

د جګړې دوام او د اوربند اړوند مذاکراتو ناکامي، د تاوتریخوالي یوه بله څپه خوره کړې ده، چې اصلي قربانیان یې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي. اوس پوښتنه دا ده، چې نړۍواله ټولنه او منځګړي هېوادونه به وکولی شي د دې خونړۍ جګړې د پایته رسولو لپاره حل‌لاره پیدا کړي او کنه او که به غزه د تل لپاره د دې ناپایه جګړې تراژیدۍ قرباني پاتې شي، هغه پوښتنه ده، چې ځواب یې لا نه دی روښانه شوی.

 

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد