د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره د متقي لیدنه؛ آیا تعامل د پراختیا په حال کې دی؟

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون (دوشنبه، کب ۲۰مه) د عمان بهرنیو چارو له وزیر بدر حمد البوسعیدي سره په مسقط کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې کړې دي.
د ښاغلي تکل په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل او مسقط ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو نوي پړاو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال همداراز زیاته کړې، چې ښاغلي متقي افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د جګړې پایته رسېدل او له ګاونډیو هېوادونو سره د متوازنو دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې بللې دي. ښاغلي متقي همداراز ټینګار کړی، چې دا مهال افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی دی.

ښاغلي تکل زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د عمان له دولت مننه کړې چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې او په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغاني توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او نورو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.

په ورته وخت کې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د افغانستان په اړه د خپل هېواد مثبت لیدلوري ته په اشارې سره ویلي، چې عمان تل د افغانستان پرمختګ ته ارزښت ورکړی او اوس هم له افغانستان سره خپلو دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد