د سوریې لنډمهالي حکومت پوځ د حزب‌الله مرکزونه په نښه کړي

وروسته له هغه چې د سوریې لنډمهالي حکومت د لبنان حزب‌الله د خپلو درېیو سرتېرو په وژلو تورن کړ، د سوریې پوځ یې په غبرګون کې د حزب‌الله ډلې پر مرکزونو راکېټي او توپچي بریدونو کړي دي.
د سوریې دولتي خبري آژانس (سانا) د یکشنبې (کب، ۲۶مه) د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې دغه درې سرتېري د حمص لویدیځ ته په ګډه پوله کې د حزب‌الله له لوري برمته او ورپسې په لبنان کې وژل شوي دي.

د سوریې دفاع وزارت ټینګار کړی چې د ځواب ویلو لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
الجزیزې شبکې د سوریې لنډمهالي حکومت دفاع وزارت کې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په دغو توپچي بریدونو کې د حزب‌الله ډلې د راټولېدو ځایونه په نښه شوي دي.

په همدې حال، د سوریې د بشري حقونو څارونکو ډلو ویلي، چې د سوریې د دفاع وزارت ځواکونو د لبنان پولې ته څېرمه د حزب‌الله مرکزونه بمبار کړي او دواړه لوري په سرحدي سیمو کې له نښتي دي.
د سوریې لنډمهالي حکومت دفاع وزارت همداراز مرستندویه ځواکونه، درنې وسلې او توپچي د لبنان پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. له دې سره همهاله د لبنان پوځ هم سوریې سره سرحدي سیمو کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو په دې تړاو زیاته کړې: «د یکشنبې په ورځ، د سوریې لنډمهالي حکومت د دفاع وزارت درې سرتېري په یوه کمین کې، چې ویل کېږي د لبنان حزب‌الله ډلې پورې تړلي وسله‌وال وو، ووژل شول.»
د سوریې لنډمهالي حکومت تلویزیون (سوریا) هم ادعا کړې، چې د دوی پر ځواکونو بریدګر کس د لبنان د پوځ له لوري نیول شوی دی.

د لبنان حزب‌الله ډلې غبرګون

د لبنان حزب‌الله د اطلاعاتو څانګې اعلان کړی، چې دا غورځنګ د یکشنبې ورځې پېښو کې لاس نه لري او په دې تړاو یې هر ډول تورونه رد کړي دي.
د حزب‌الله د اطلاعاتو څانګې په یوه بیان کې زیاته کړې: «موږ د یکشنبې ورځې په پېښه کې لاس لرل په کلکه ردوو او یو ځل بیا ټینګار کوو چې حزب‌الله د سوریې د خاورې په پیښو کې هېڅ لاس نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشار اسد د حکومت له پرځېدو وروسته او سوریه کې د لنډمهالي حکومت په جوړېدو سره، د دغه حکومت او حزب‌الله په څېر غورځنګونو ترمنځ اړیکې، چې پخوا یې له دمشق سره ګرمې اړیکې درلودې، سړې او ترینګلې شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد