آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو دویم پړاو، پرون (دوشنبه، غبرګولي ۱۲مه) د ترکیې په ستانبول ښار کې پایته ورسېد. د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې له پایته رسېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مذاکراتو شاوخوا یو ساعت دوام وکړ او په خبره یې، د ناستې پایله مثبته وه. په دې مذاکراتو کې اوکراین روسي لوري ته د هغو ماشومانو د بېرته سپارلو نوملړ ورکړی، چې په خبره یې د مسکو له لوري د اوکراین ځینو سیمو تر نیول کېدو وروسته روسیې ته لېږدول شوي دي. د اوکراین ولسمشر سلاکار آنډري یرماک د ناستې تر پایته رسېدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «نن مو ستانبول کې د مذاکراتو به لړ کې په رسمي توګه د هغو اوکرایني ماشومانو نوملړ سپارلی، چې باید بېرته اوکراین ته را وګرځول شي.»
د ترکیې له ناستې سره هممهاله د اوکراین ولسمشر په لېتوانیا کې د ناټو مشرانو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې کېیف او مسکو د یرغمل شویو د تبادلې یوه نوي پړاو ته چمتووالی نیسي. زلنسکي په دې اړه زیاته کړې: «موږ د جګړې په ډګر کې د یرغمل شویو د یوې نوې ډلې خلاصون ته چمتووالی نیسو.»
اخوا مسکو بیا د ستانبول غونډې له پایته رسېدو وروسته اعلان کړی، چې جګړه به هله پایته رسېږي، چې کېیف د خپلې خاورې له سترې برخې سترګې پټې او همداراز د پوځي ځواک محدودولو په اړه مسکو ته لیکلی تعهد ورکړي. اوکراین د روسیې دا غوښتنه رد کړې او دا یې د خپلې خاورې د بشپړې تسلیمۍ په مانا بللې ده.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د ترکیې په ستانبول ښار کې د مخامخ خبرو اترو له پیلېدو یوه شپه وړاندې، کېیف د مسکو پر څو هوایي اډو وېجاړوونکي ډرون بریدونه وکړل. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې پر هوایي اډو له ویجاړوونکو بریدونو وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، چې دغو عملیاتو یونیم کال وخت نیولی او د عملیاتو دفتر د روسیې خاورې د ننه، د یوې هوایي اډې ترڅنګ موقعیت درلود. زلنسکي پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې یې له ۱۱۷ بېپیلوټه الوتکو کار اخیستی او ټینګار یې کړی، چې دا ډول بریدونو ته به دوام ورکړي. د راپورونو له مخې، د روسیې پر هوایي اډو د اوکراین په ډرون بریدونو کې ۴۱ سټراټیژیکې جنګي او اټومي بمغورځوونکې الوتکي له منځه تللې او روسي اړخ ته د ۷ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.
د روسیې پر هوایي اډو د اوکراین وروستیو بریدونو ته په کتو، آیا د دې امکان شته چې روانه جګړه د سیاسي هوکړې له لارې پایته ورسېږي؟
دا چې اوکراین د مذاکراتو په درشل کې، د روسیې پر هوایي اډو ویجاړوونکي بریدونه وکړل او روسي اړخ ته یې پراخ مالي زیانونه واړول، ښایي دا ګام د اوکراین لپاره په لوړه بیه تمام او د سولې هوکړې په اړه د مسکو لیدلوری بدل کړي. دوو امریکایي سناتورانو جمهوري غوښتونکي لینډسي ګراهام او ډیموکراټ ریچارډ بلومنټال ویلي، روسیه ځکه د سولې په مذاکراتو کې ځنډ کوي، څو د اوکراین پر وړاندې یوه ستر برید ته چمتووالی ونیسي. دغو سناتورانو د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره تر لیدنه وروسته ویلي، د جګړې راتلونکی ښایي تر دوو اونیو روښانه شي.
د امریکایي سناتورانو له دې څرګندونو داسې ښکاري، چې روسیې ته له سیاسي لارې قناعت ورکول سخت دي او تر هغو چې د مسکو شرطونه نه وي منل شوي، د سولې هوکړې ته رسېدل ناممکنه برېښي. اوکراین چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته، د امریکایي لوري له پامه غورځول شوی، ښایي د روسیې پر وړاندې د وروستيو ډرون بریدونو ستره بیه پرې کړي. مسکو به خامخا د دوی پر هوایي اډو د اوکراین وروستي برید غچ اخلي، خو د دې ترڅنګ به د مذاکراتو دروازې د اوکرایني اړخ پرمخ پرانیستي پرېږدي او په دې سره به د اوکراین لوېدیځو متحدینو ته په ډاګه کړي، چې د جګړې ترڅنګ د خپلو غوښتنو منلو په صورت کې، سیاسي حللارې ته هم ژمن دي.
امریکایي لوري چې له پرلهپسې هلو ځلو وروسته یې، بالاخره مسکو ته قناعت ورکړ، چې اوکرایني لوري سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، ښایي د اوکراین وروستي ډرون بریدونو غوسه کړی وي. امریکا ځکه هڅه کوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه د مذاکراتو له لارې پایته ورسوي، یو عمده لامل یې دا دی، چې ټرمپ نور نه غواړي په پردیو جګړو کې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې مصرف کړي. دا چې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړه کې تر ډېره د امریکا ملاتړ له ځان سره درلود، خو واک ته د ټرمپ په رسېدو سره د هغه ډله هڅه کوي د خپل نړۍوال برم او حیثیت ساتلو په پار د سولې او سیاسي هوکړې په پلمه د دې جګړې له اقتصادي زیانونو ځان را وباسي.
اوس چې اوکراین د مذاکراتو په درشل کې پر روسیه برید وکړ، نو د دې جګړې د پایته رسېدو او دوام توپ د پوتین په میدان کې دی؛ دا چې پوتین به دا جګړه د زور او یا سیاسي هوکړې له لارې پایته رسوي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي؟