د ستانبول غونډې دویم پړاو ته د کې‌یف هیلې او د مسکو شرطونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان کال د غویي میاشتې په ۲۶مه نېټه روسي او اوکرایني چارواکو د جګړې له پیل وروسته، د لومړي ځل لپاره د ترکیې په ستانبول ښار کې مخامخ ولیدل او پر یو لړ مسایلو هوکړې ته ورسېدل. که څه هم د ستانبول له غونډې وروسته دواړو لورو پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی، تازه یوې باخبره روسي سرچینې سپوتنیک خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ به د خبرو اترو دویم پړاو ښایي په ستانبول ښار کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په منځګړیتوب د هغه په دفتر کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم پرون (شنبه‌، غبرګولي ۱۰مه) منلې وه، چې روسی پلاوی به له اوکرایني لوري سره د لیدنې په موخه د روانې اونۍ (دوشنبه، غبرګولي ۱۲مه) چمتووالی ولري. ښاغلي پسکوف په یوه خبري ناسته کې ټینګار کړی و، چې: «دواړه لوري دا مهال د لنډمهاله اوربند د شرایطو نوملړ پر چتمو کولو بوخت دي.»

سره له دې چې روسیې سبا (دوشبنه، غبرګولي ۱۲مه) د مذاکراتو وړاندیز کړی، خو تر اوسه یې د اوربند طرحه نه ده وړاندې کړې، په داسې حال کې چې اوکراین خپل دریځ له روسي اړخ سره شریک کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون ماښام (غبرګولي ۱۰مه) په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي ویلي، چې روسیه تر اوسه د ستانبول غونډې په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی او په خبره یې، دا ډول چوپتیا د مسکو نیت په اړه شکونه را پیدا کولی شي. هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د امریکا او ترکیې په ګډون، زموږ نور شریکان تر دې دمه په دې اړه هېڅ معلومات نه لرو.»

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان بیا ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي د ترکیې، امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشرانو په ګډون د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ختمولو په پار، څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي. له دې سره سم، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې یوازې د ولسمشرانو په کچه غونډه کولی شي مثبته پایله ولري.

د تېرې جمعې (غبرګولي ۹مه) رویټرز خبري آژانس د درېیو باخبره روسي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له غربي مشرانو غوښتي، چې د اوکراین جګړې پای‌ته رسېدو په بدل کې به، ختیځ ته د ناټو پیمان د نه غځېدو په اړه به لیکلې ژمنتیا، پر روسیه به لګېدلي بنډیزونو په ځانګړي ډول د روسیې بانکي شتمنۍ به آزادوي او همداراز په اوکراین کې به له روسي ژبو وګړو ملاتړ کوي. رویټرز خبري آژانس په دې راپور کې زیاته کړې، چې وروستیو کې د مسکو له لوري پر کې‌یف د بریدونو شدت د امریک ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غوسه کړی دی. ټرمپ د تېرې سه‌شنبې په ورځ پر مسکو توندې نیوکې وکړې او پوتین یې د جګړې شدت له امله «لېونی» وباله او ویلي یې وو، چې هغه غواړي ټول اوکراین ونیسي، نه د هغه یوه برخه.

لکه څنګه چې د آفاق خبري آژانس په مخکنیو تحلیلونو کې مو هم ورته اشاره کړې وه، د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د ټرمپ اداره چې تر ډېره یې اقتصاد محوره سیاست غوره کړی او نړۍ سره د پوځي مخامخ کېدو پر ځای تر ډېره په اقتصادي جګړه بوخته ده، نور نه غواړي د اوکراین جګړې ملاتړ ته دوام ورکړي او له همدې امله هڅه کوي، د سیاسي هوکړې په پلمه له دې جګړې چې د امریکایي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر پکې مصرف شوي، پښې وباسي.

سره له دې چې د اوکراین اروپایي متحدین روسیه د وخت پر تېرولو تورنوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د کې‌یف پر وړاندې د مسکو جګړې شدت ته کمپاینونه کوي، څو له دې لارې امریکا بېرته د کې‌یف ملاتړ ته وهڅوي، خو د ټرمپ په مشرۍ اوسنۍ امریکا په دې پوهېدلې، چې له پوتین سره له سیاسي هوکړې او د مذاکراتو له لارې د دې جګړې له پای‌ته رسېدو پرته، د تېښتې بله لار نه لري او ټوله هڅه یې دا ده، چې پوتین ته د امتیازاتو په ورکولو سره، روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

که د اوکراین او روسیې ترمنځ د ستانبول غونډې پایلې منفي کېږي، نو امریکا او متحدین به یې د دې جګړې د پای‌ته رسېدو په پار یا پر مسکو فشارونه راوړي او د جګړې په ‌ډګر کې به د اوکراین پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي او یا به د اوکراین له ملاتړه لاس په سر کېږي، څو پوتین د جګړې له لارې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې امریکا او ملګري یې ښایي تر ډېره هڅه وکړي، چې دا ستونزه د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې حل کړي او په خبره یې، که امریکا او ملګري یې اوکراین د روسیې پر وړاندې یوازې پرېږدي، نو دا به د دوی د نړۍوال حیثیت او برم لپاره ستره ضربه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد